ژبه

په کندهار کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوى

کندهار (پژواک ٢٨ کب ١٣٩١): د کندهار ولايت کتاب پلورونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوى دى.

هغوى دا هم وايي،  چې اوس خلک په هغې کچه کتابونه نه اخلي، لکه څو کاله مخکې يې چې پېرل.

کتاب پلورونکي زياتوي، په کندهار کې د کتابونو د بازار د سړېدو له امله ډېرى کتاب پلورونکي ان د خپلو هټيو کرايې هم نه شي پوره کولاى او ډېرو خو د مالي زيان له امله دغه کاروبار پريښى هم دى.

د کندهار ولايت يو کتاب پلورونکى خليل احمد څارن، چې مخکې د سجاد کتاب پلورنځي مسوول و او اوس يې دغه کار پريښى وايي، په ټوليزه توګه دلته د مطالعې مينه وال کم دي، نو ځکه د کتابونو د پېر او پلور کچه راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، يو خو له لويه سره په کتابونو کې ډېره ګټه نه شته، له بلې خوا د دوکانونو کرايې لوړې دي او چې خلک پر کتاب پيسې نه ورکوي، نو طبعاً کتاب پلورونکي مجبوريږي، چې دغه کاروبار پرېږدي.

دى وايي: “ما د کتابونو پلورلو په کاروبار کې دروند مالي زيان وليد، په همدې خاطر مې دا کار پرېښود، کمه اندازه خلک داسې دي، چې له مطالعې سره مينه لري او پر کتاب پيسې ورکوي، خو هغوى بيا يوازې کيسه ييز او داستاني کتابونه لولي، خو د علمي کتابونو رانيوونکي ډېر کم وو.”

د نوموړي په خبره، لا هم په پښتو ژبه کې هغه راز علمي کتابونه، مجلې او رسالې نه چاپېږي، چې د خلکو د مطالعې علمي تنده خړوبه کړي، په ټوله کې داستاني اثارو په علمي هغو سيورى غوړولى او دا هم د کتابونو د پلور د کچې د ټيټېډو يو لامل دى. 

د کندهار ښار په ارګ بازار کې د کتابونو د پلورنځي يو بل مسوول عبدالله وايي، چې اوس د پخوا په پرتله د پښتو کتابونو چاپېدل زيات شوي، خو پېر او پلور يې کم  شوى دى.

هغه وايي، درې کاله مخکې، چې د کتابونو د چاپ کچه هم د اوس په پرتله ټيټه وه، خو بازار يې ګرم وو او د اوس په پرتله ډېر کتابونه پلورل کېدل.

نوموړى د دغه کار لامل دا بولي، چې په تېر کې ګڼو انجيوګانو او موسسو د ښوونځيو زده کوونکو لپاره له هغوى څخه بېلابېل کتابونه رانيول، خو اوس چې په دغه ولايت کې ګڼو انجيوګانو او موسسو خپل فعاليتونه محدود کړي، د هغوى پر کار و بار يې منفي اغېز کړى دى.

د ده په خبره، اوس لکه د نورو توکو په شان د کتابونو بازار هم موسمي شوى دى، يواځې د ژمي په موسم کې د کتابونو د پېر او پلور بازار يو څه ښه وي، خو هغه هم يواځې ناولونه او داستاني کتابونه ډېر پلورل کېږي.

نوموړى په دې برخه کې يو بل عمده لامل دا هم ګڼي، چې ګڼ شمېر کتابونه له هېواده بهر چاپېږي، چې بيه يې لوړه وي او خلک زړه نه ښه کوي، پر کتاب ډېرې پيسې ورکړي.

خو د کندهار پوهنتون د کتابتون مسوول سيداحمد قانع بيا دا نه مني، چې ګواکې د پخوا په پرتله دې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوى وي.

هغه، چې په ښار کې کتاب پلورنځى هم لري، پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال په کندهار ښار کې د کتاب پلورنځيو شمېر زيات شوى دى، پخوا په کندهار ښار کې د کتاب پلورنځيو شمېر ٣٠ وو خو اوس يې شمېره ٥٠ ته رسېږي.

دى وايي، حقيقت دا دى، چې اوس د پخوا په پرتله د مطالعې مينه وال زيات شوي دي، پخوا خلکو له دېرشو کتاب پلورنځيو څخه کتابونه اخيستل، خو اوس يې له پنځوسو کتاب پلورنځيو څخه اخلي، په اصل کې د کتاب رانيوونکي وېشل شوي، خو کم شوي نه دي.

د کندهار ښار يو اوسېدونکى غلام سخي نوريوال، چې په خپل کور کې غني کتابتون لري هم تقريباً ورته نظر لري، دى وايي، په مجموع کې د کتابونو مينه وال کم شوي نه دي، اوس د مطالعې په برخه کې اسانتياوې ډېرې شوې دي، خلک د پخو په نسبت نيټ ته ډېر لاسرسى لري او ډېر کتابونه د نيټ له لارې مطالعه کوي.

د ده په خبره، دغه کار طبعاً د کتابونو پر پېر او پلور اغېز کوي، خو له ټکنالوژۍ سره سره د کتاب ارزښت لا هم جوت دى.

نوموړى وايي، په دې برخه کې ټيټ اقتصاد هم يو لامل کېداى شي او ډېر خلک هومره توان نه لري، چې هر وخت پر کتابونو پيسې ورکړي، ځکه د کتابونو بيې هم لوړې دي.

نږدې يوه لسيزه وړاندې په ټول هېواد کې د ګوتو په شمېر څو ټولنو پښتو کتابونه چاپول او دغه راز د کتاب پلورنځيو شمېر هم ډېر محدود وو، خو په دې وروستيو کې د هېواد په هر ولايت کې نه يواځې د خپرندويه ټولنو شمېر ډېر شوى، بلکې د کتاب پلورنځيو شمېره هم پورته ختلې ده.

کتونکي وايي، په دې وروستيو کې د مطالعې لپاره ګڼ کتابونه د انټرنيټ په مټ هم موندل کېږي، چې په ټوله کې دا او نور عوامل سبب شوي، چې د کتابونو پېر او پلور اغېزمن کړي.

ورته موضوع