کندهار ښار (پژواک، ٣ ورى ٩٢): د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، که څه هم د تېر په پرتله په کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه يوه اندازه راټيټه شوې، خو بيا هم دغلته لس سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
په ماشومانو کې خوارځواکي هغه حالت دى، چې د خپل نارمل وزن ٧٠ سلنه له لاسه ورکړي، چې دغه مهال ماشوم ډېر کمزورى کېږي او د ناروغيو پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکوي.
په کندهار کې د ميرويس روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمدصديق وايي، په ١٣٩١لمريز کال کې يې د زرګونو ناروغانو له ډلې څخه ٥٦٠ تنه په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي، چې ٤٩٨ يې جوړ شوي او پاتې نور يې لا هم تر درملنې لاندې دي.
خو نوموړي دا هم وويل، چې له دغې ډلې ٦ سلنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه هم ورکړى دى.
هغه دغه کچه د وړم لمريز کال (١٣٩٠)په پرتله ټيټه وګڼله او ويې ويل، په ياد شوي کال کې ميرويس روغتون ته ٧٠٠ خوارځواکي ماشومان د درملنې په موخه راوړل شوي وو.
هغه د ماشوم د زېږون را وروسته د ميندو له لوري ماشوم ته د خپلو شيدو نه ورکړه او يا غير منظمه ورکړه د يادې ناروغۍ لوى لامل ياد کړ.
په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داوود فرهاد د ماشومانو د واټ ډاکټرانو ته د خوارځواکۍ د شديدو او سختو حالاتو په اړه د شپږ ورځني سيمينار پر مهال وويل، چې د روغتيا وزارت د يادې ناروغۍ د ورکېدو په برخه کې پر دوى د لومړيتوب غږ کړى دى.
هغه وويل، خوارځواکۍ د ماشومانو د مړينې کچه لوړه کړې ده، خو د نړيوال روغتيايي سازمان او يونيسف په مرسته يې داسې طبي وسايل ترلاسه کړي، چې د خوارځواکۍ د شديدو ناروغانو درملنه پرې کولاى شي.
دى وايي، د ماشومانو د خوارځواکۍ د نورو لاملونو ترڅنګ ناامني، د کورنيو ټيټ اقتصاد او په دې برخه کې د عامه پوهاوي نشتوالي دغه ناروغي زياته کړې ده.
روغتياپالان ټېنګار کوي، چې د خوارځواکۍ په برخه کې بايد له ميندو او پلرونو سره کار وشي او په دې پوه شي، چې څنګه کولای شي خپلو اولادونو ته ښه خواړه ورکړي او هغوى له دغه حالته راوباسي.
نږدې څلور مياشتې وړاندې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغان دولت له لوري په ترسره شوې سروې کې د سوېلي ولايتونو هر درېيم ماشوم خوارځواکى بلل شوى و.
دغه سروې چې ګڼو مسايلو ته په کې پام شوی دی، وايي، شاوخوا ۱۸ سلنه ماشومان، چې شمېر يې يو ميليون کېږي، په ټول افغانستان کې له خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
دغه سروې، چې د ۲۰۱۰ کال له اکتوبر څخه بيا د ۲۰۱۱ کال تر مې مياشتې پورې شوې، ښيي چې له دغه اړخه د افغانستان سوېل خورا ځپل شوی دی.









