ژبه

په کندهار کې د فوډ زون پروګرام پيلېږي

کندهار ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٢):  د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير وايي، څلور مياشتې وروسته په کندهار کې د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه د فوډ زون پروګرام پيلېږي، چې ٢٠ ميليونه امريکايي ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل، دغه څرګندونې نن د وري په ٧مه، کندهار ته د خپل سفر پر مهال په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې، چې د امريکا متحده ايالاتو د قانون د تنفيذ د څانګې سفير مک فارنل او کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم په کې ګډون کړى وو.

مقبل وويل، فوډ زون پروګرام د بديل معيشت تر چتر لاندې د کوکنارو د مخنيوي په موخه چمتو شوى او څلور برخې لري، چې عامه پوهاوى، د قانون تنفيذ، بديل معيشت او د روږدو کسانو درملنه ده.

هغه زياته کړه، دغه پروګرام د دوو کالو لپاره ترتيب شوى او د امريکا متحده ايالاتو له خوا ورته ٢٠ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي.

دى وايي، دغه پروګرام څلور مياشتې وروسته په کندهار کې پيلېږي او ټولټال اووه ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې ونيول شي.

هغه وويل: “د فوډ زون پروګرام موخه دا ده، چې څنګه کولى شو د نشه يي توکو مخه ونيسو او کروندګرو ته ښه شرايط برابر کړو، ترڅو هغوى وتوانېږي د ناروا کښت پر ځاى مشروع کښت ته مخه کړي.”

د نوموړي په وينا، اوسمهال به دغه پروګرام د دوو کلونو لپاره وي، خو هڅې يې پيل کړي، چې د درېيم کال لپاره يې هم وغځوي او دغه پروګرام د هېواد ملي بوديجې ته  شامل کړي.

د امريکا متحدو ايالاتو د قانون د تنفيذ د څانګې سفير مک فارلنډ وويل، په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره اړينه ده، خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به مرسته کوي.

هغه ومنله، چې اقتصادي ستونزې او د کاري فرصتونو نه شتوالي، کروندګر او ځمکه وال هڅولي، چې د نشه يي توکو کر ته مخه کړي.

د ده په خبره، د فوډ زون د پروګرام اصلي موخه هم دا ده، چې خلکو ته کاري فرصتونه چمتو شي او خلک له دغې ستونزې خلاص شي.

هغه زياته کړه: “د فوډ زون پروګرام له پيل څخه هدف همدا دى، چې خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي، د امريکا متحده ايالات د دې تر څنګ په نورو پراختيايي پروژو هم کار کوي، چې په کې سړکونه، د دهلې او کجکي  بندونو جوړول شامل دي، چې خلکو ته د کاري فرصتونه په پيداکولو کې مهم رول لري.”

کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم د خبرې کنفرانس پر مهال د فوډ زون د پروګرام پروژه د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې بې سارې وبلله.

هغه وويل، چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې دا لومړنۍ لويه دوه کلنه پروژه ده، چې د بدل معيشت تر چتر لاندې پيلېږي.

ورته موضوع