کابل (پژواک ٨ ورى ٩٢): د پوهنې وزارت د ميدان وردګو شپږ پنځوس ښوونځيو ته ودانۍ او د احاطې دېوالونه جوړوي.
دغه ټکى د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د وري په ٨مه پژواک اژانس ته په ډاګه کړ.
ده وويل، چې د پوهنې وزارت له لوري نرخ او سيداباد ولسواليو ته يوه يوه د زراعت مسلکي لېسه او جغتو ولسوالۍ ته يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ منظور شوي او د مرکز ميدان ښار زراعت لېسې، انسټيټوټ ته ارتقاع وکړه.
دغه راز د والي وياند وويل، چې د دغه ولايت د لسو ښوونځيو د ودانيو جوړېدل او د شپږ څلوېښت نورو ښوونځيو د احاطې د دېوالونو جوړول منظور شوي او د روان کال په ترڅ کې به يې عملي چارې پيل شي.
ده د ښوونځيو د ودانيو جوړېدو لګښت څلور سوه زره امريکايي ډالره ياد کړ، خو د نورو ښوونځيو د احاطې د دېوالونو جوړېدو د لګښت په اړه يې څه ونه ويل.
خوګياڼي وويل، چې دغه راز دغه ولايت ته د پوهنې وزارت له لوري شل لومړني ښوونځي هم منظور شوي دي.
په همدې موخه په نيول شوو مراسمو کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي وويل، چې تر دې مخکې به د دغه ولايت زده کوونکي د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو په موخه نورو ولايتونو ته تلل، خو له دې وروسته به مسلکي زده کړې د دغه ولايت په مسلکي ښوونځيو او انسټيټيوټونو کې ترسره کړي.
نوموړي د پوهنې له وزير او هغو کسانو، چې د دغو پروژو په منظورۍ کې يې
د ولايت له مقام سره يو ځای هلې ځلې کړې، مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت له لورې به په دغه و لايت کې نورې پروژې هم پلې شي.
د ولسونو په استازيتوب پخواني سناتور سميع خان وويل، چې د دغو ښوونځيو له جوړېدو سره به د پوهنې په برخه کې د خلکو شته ستونزې تر يوه بريده هوارې شي.
د يادو ښوونځيو ودانۍ او د احاطې دېوالونه به د اړتيا له مخې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې جوړ شي.
د يادونې ده ، چې د ميدان وردګو په شاوخوا ٤٤٦ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٦٧زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي .










