هرات ښار ، کابل ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : په هرات ښار کې د ښاري سړکونو د پخولو چارې د ښاروالۍ په مالي لګښت پيل شوې.
د هرات ښاروال محمد سليم ترکي د وري په ١٠مه، ددغو سړکونو د کار د پرانيستلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پر دې ٤٥ کيلو متره سړکونو ۷۴۹ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له بوديجې څخه ورکول کېږي .
هغه زياته کړه ، چې د هرات غوربند په نوم يوه افغان ساختماني شرکت د ازادو سياليو په ترڅ کې دا پروژه ترلاسه کړې او د شوي تړون له مخې به ښاري سړکونه په نړيوال معيار جوړ شي.
ترکي وويل ، چې ددې سړکونو د جوړولو چارې به په يوه کال کې بشپړې شي .
د هرات ښار د اوومې ناحيې د ولسي شورا يوه وکيل حاجي ولسمير پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پروژه ګټوره ده او د واټونو د خرابۍ له امله يې تېرمهال ډېرې ستونزې ګاللې دي.
هغه زياته کړه ، چې د واټونو د خرابوالي له امله د ګرد او دوړو پر مهال خلکو ته بېلا بېل ډول ناروغۍ پيدا شوې وې.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې ښار کې ۷۵ کيلومتره سړکونه شته ، چې شاوخوا نيمايي خامه دي.
د يوه بل خبر له مخې ، په ميدان ښار کې د ميدان وردګو ولايت داقتصاد رياست د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ددغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل ، چې دا ودانۍ پر يوه جريب ځمکه په دوو پوړو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي ، چې ١٣ خونې او نور ملحقات به ولري.
د هغه په وينا، پر دې ودانۍ ١٢ ميليونه اوڅه باندې ٤٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د اقتصاد وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي .
خوګياڼي وويل ، چې والي يوې کمېټې ته دنده سپارلې، څو ددې ودانۍ د جوړولو چارې وخت په وخت وڅاري.










