خوست ښار (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د خوست د اطفايې مديريت د ودانۍ د بنسټ ډبره نن (د وري ١٢مه) کېښودل شوه.
دا ودانۍ د خوست ښار لوېديځ ته د دوولس سوه فاميليو په سيمه کې جوړېږي.
د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست اطفايې لپاره ودانۍ د امريکا دولت له لوري جوړيږي چې پرې څه د پاسه ۹۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
هغه زياته کړه، چې دغه ودانۍ دوه پوړيزه ده، ګڼ شمېر خونې او نور اړوند ټول ملحقات به ولري.
نعيمي وويل، خوست تر اوسه د اطفايې لپاره ځانګړې ودانۍ نه لرله، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به ياده ستونزه له منځه ولاړه شي او د خوست اطفايې مديريت به يو کال وروسته عصري ودانۍ ولري.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی پژواک اژانس ته وويل، يادې ودانۍ ته د دوى ستره اړتيا وه، چې اوس به د امريکا په مرسته پوره شي.
باقي زوی زياتوي، چې د خوست د امنيه قوماندانۍ د اطفايې په برخه کې پوره امکانات په لاس کې لري او تل يې د اړتيا پر مهال د پېښو سيمو ته ځان رسولی دی.










