منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ترکيې په ميدان وردګو کې ١٦٤ پروژې پلې کړې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٢) : د ترکيې دفاع وزير د ميدان وردګو له چارواکو سره په ليدنه کې وويل، چې هېواد يې په دغه ولايت کې ١٦٤ پروژې پلې کړي او په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي  د وري په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ترکيې دفاع وزير عصمت ايلماز  د ميدان وردګو له والي عبدالمجيدخوګياڼي او نورو چارواکو سره تېره ورځ په ميدان ښار کې  ناسته لرله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  د ترکيې له دفاع وزير سره په دې سفر کې په کابل کې د ترکيې هېواد  سفير او يو شمېر نور چارواکي هم مله وو.

د نوموړي په وينا، د ترکيې دفاع وزير د ميدان وردګو له والي سره په کتنه کې وويل ، چې د ترکيې د ولايتي بيارغونې ډلې له ٢٠٠٦کال راهيسې ، تراوسه په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې نږدې ١٦٤پروژې پلې کړې دي. 

د هغه په وينا، ترکيې په دې ولايت کې د ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو د جوړولو او اکمال ، د سړو خونو جوړولو، وړتياوو لوړولو  او  د پوليسو د روزنې  په برخو کې مرستې کړي او  په بېړنيو حالاتو کې يې هم خلکو ته مرستې رسولې دي.

ده  زياته کړه ، چې اوس هم د ترکيې په مرسته  ځينې  پروژې ترکار او پلان لاندې دې ، چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 د ميدان وردګو والي  عبدالمجيد خوګياڼي له ترکي پلاوي سره په ليدنه کې ويلي،چې  د ميدان وردګو ولايت د ولسونو اقتصاد په درېيو  مهمو برخو  ( کانونه،مالدارۍ او کرنې ) ولاړ  دى.

والي زياته کړه ، چې تر اوسه   ترکيې  په دغه ولايت کې په دوو  مهمو برخو کرنې او مالدارۍ کې هم  پروژې پلې کړي او کارونه يې د ستاينې وړ دي .

ده وويل ، چې دغه راز ترکيې هېواد په دې ولايت کې  نږدې څوارلس سوه پوليس هم په خپل روزنيز  مرکز کې  روزلي او په ځينو نورو امنيتي برخو کې يې هم له امنيتي ادارو سره همکاري کړې  ده .

د ميدان وردګو والي د ترکيې له پلوي څخه  وغوښتل ، چې له دغه ولايت سره خپلو  مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي او د دغه ولايت له ولسونو او چارواکو سره خپلې اړېکې په دوامداره توګه ټينګې  وساتي.

د عطاالله خوګياڼي په وينا ، ترکي پلاوي هم ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به په راتلونکې کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ترکيه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۱۸۴۵ پوځيان لري او دغه هېواد په جوزجان او ميدان وردګو ولايتونو کې د ولايتي بيارغونې (پي ار ټي ) ډلې هم لري ، چې په ملکي خدمتونو بوختې دي .