ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې سخت زړې مېرمنې خپلې نوې زېږدلې لوڼې له منځه وړي

ځينې سخت زړې مېرمنې خپلې نوې زېږدلې لوڼې له منځه وړي

author avatar
5 Apr 2013 - 12:13
ځينې سخت زړې مېرمنې خپلې نوې زېږدلې لوڼې له منځه وړي
author avatar
5 Apr 2013 - 12:13

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٢): “د کوټې فضا شور او زوږ ونيوه، د ناندريو غږ واورېدل شو، د رابعه بلخي صحى روغتون کارکوونکو له يوې مور سره شور جوړ کړ، دغه مور تازه ماشوم زېږولى، خو نه يې غوښتل خپل ماشوم له ځان سره کورته يوسي.”

دغه مور دزېږون له سخت درد نه وروسته اوس هم خسته معلومېده، د هغې لسمې لور هم په دغه روغتون کې نړۍ ته سترګې وغړولې، خو دا له شېدو ورکولو ډډه کوي.

سره له دې چې اسلام لور د کورنۍ نېکمرغي او سوکالي ګڼي، خو لا هم يو شمېر کورنۍ د لور زېږون د ځان لپاره شرم اوعار ګڼي.

د کابل ښار په ځينو روغتونو کې ګنې داسې پېښې شته، چې د لور د زېږون د مور، پلار او کورنۍ د ناخوښۍ په سبب مور ضعف کړى، تر ساعتونو يې خپلې نوې زېږېدلې ماشومې ته شيدې نه دې ورکړې او په ځينو مواردو کې يې زندۍ کړې هم دي.

د رابعه بلخي روغتون يوې نرسې تورپېکۍ د دې ٣٠ کلنې مېرمنې له قوله وايي، چې هغې په ترهېدلې څېره او لړزېدلو اندامونو ډاکترانو ته وويل: ((ما ته يې په کور کې ويلي که دا ځل دې لور راوړه، نو وژنو دې ! شيدي نه ورکوم، بيايې راسره مينه پيدا کېږي، خير دى څه پروا لري، که خاوند ته مې ووايم، چې ماشوم مې مړ پيدا شوم.))

دغې نرسې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بالاخره د دې ښځې خاوند د دوى په همکارۍ پر دې قانع شو، چې ښځه او ماشوم يې خپل کور ته بوځي.

په ورته له يوې بلې پېښه سره د پژواک خبري اژانس يو خبريال د کابل په يوه بل روغتون کې مخ شو، چې دغه مور د خپلې لور له زېږون وروسته زياته خپه او اندېښمنه وه. هغې په اوښلنو سترګو وويل، چې پنځه لورګانې لري، خو له دې وېرې، چې هسې نه شپږم اولاد يې هم نجلۍ شي، نو د اميندوارۍ مياشتې يې تر سخت رواني فشار لاندې تېرې کړې دي.

د هلک او نجلۍ د زېږون د تبعيض په اړه په په افغاني دوديزه او سنتي ټولنه کې ډېرې اندېښنې د منفي ذهنيت، ناسمو دودونو، له ديني روزنې کم پوهاوى، حسادت، قومي او کورنيو دښمنيو او کمزوري اقتصاد څخه را پورته کېږي.

تر دې کچې، چې دغه منفي ذهنيت او حساسيت کله کله د نجلۍ د زېږون په مقابل کې دومره سخت شي، چې کله کله نوې زېږدلې ماشومه د سخت زړو مور او پلار له خوا وژل کېږي.

په رابعه بلخى روغتون کې د نسايي ولادي ناروغيو متخصص ډاکترعبدالباقي وردک وايي: ((سره له دې چې په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، خو بيا هم ډېرې کورنۍ د خپلو اولادونو ترمنځ تبعيض کوي او د نجلۍ د زېږون پر وړاندې حساسيت څرګندوي.))

نوموړى د خپلې يوې نوکرۍ په شپه د سترګو ليدلى حالت داسې بيانوي: ((د يوې مور روغمنه لور پيدا شوه، خو کله چې بلې کوټې ته ولېږدول شوه، يو ساعت وروسته په دهليز کې چيغې شوې، چې ماشوم مې مړ شو ! کله چې ورغلو او ومو ليده، نو په ستوني کې يې د زندۍ نښې ښکارېدې.))

ډاکتر وردګ زياتوي، چې د خپلي کاري دورې پر مهال د دوو نوو زېږدلو نجونو د وژنې شاهد دى، چې د مورګانو له خوا يې وژل شوې دي.

د نسايي او ولادي ناروغيو دغه متخصص په دې باور دى، چې اتيا سلنه کورنۍ د لور پر زېږون د خوښۍ احساس نه کوي، په داسې حال کې، چې په يوه مياشت کې پيدا شوو نجونو ته د مور له خوا د شيدو نه ورکولو له دوو يا درېيو پېښو سره مخ کېږي.

هغه وايي، چې د روغتيايي څېړنو له مخې ثابته شوې ده، چې نارينه سپرمونو نوعيت د ښځې په رحم کې ” جنسیت ” ټاکي، خو ډېرى نارينه په دې برخه کې ښځې ملامتوي.

خو داسې مورګانې هم شته، چې د نجلۍ په زېږون سره خوښي څرګندوي او پرې وياړي.

نفيسه يوه بله مېرمن ده، هغه په ملالۍ زېږنتون کې د بستر له پاسه ناسته وه، په داسې حال کې، چې خپل ماشوم ته يې شيدي ورکولې وويل، چې د نجلۍ اوهلک په منځ کې توپير نه کوي او ټول د خداى تعالى نمعت ګڼي، چې خپلو بنده گانو ته يې ورکوي.

هغې وويل، چې يو زوى لري او دا دى له دوو کلونو ځنډ وروسته يې لور زېږولې. ټوله کورنۍ په ځانګړي ډول خاوند يې د لور په زېږون زيات خوشحاله دي، دا چې ماشوم يې روغ رمټ دى او څوک يې يو نوک هم نه شي جوړولاى، نو د خداى تعالى شکر پر ځاى کوي.

سره له دې، چې د خپل کلي نوم يې وانه خيست، خو زياته يې کړه، چې د دوى په ځاى کې، چې ډېرى مېرمنې لور وزېږوي، نو د کورنۍ له خوا يې ډوډۍ او جامو ته پاملرنه نه کېږي.

نفيسه وايي: (( د انسان يوه ګوته هم څوک نه شي جوړولاى، په کليوالي سيمو کې د نجلۍ له زېږون بده وړي، خپه وي، څو ورځې وړاندې د يوې ښځې دوې غبرګونې نجونې پيدا شوې، خاوند يې خپلوانو ته وويل، چې دا يوسئ، سترې يې کړئ.))

د ملالۍ زېږنتون قابله نرسه انيسه صمدي وايي، چې ډېرې مورګانې د لور له زېږون وروسته د رواني فشارونو له امله تر زياتې مودې پورې له سپک خپگان سره مخ کېږي.

دا چې په قابله گۍ برخه کې ٣٧ کاله تجربه لري وايي: ((ډېرى ناروغان دلور په زېږون ژاړي او وايي، چې د کورنۍ له خوا تر فشار لاندې يو، راته وايي که لور دې وزېږوله، نو بيا کور ته رانه شې.))

دغه روغتيايي کارکوونکې په ټولنه کې د ستونزو شتون مني، خو زياتوي، چې د تېرو کلونو په نسبت د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او په دې برخه کې د رسنيو او ديني عالمانو رول د اهميت وړ ګڼي.

ديني عالمان د لور زېږون د کورنۍ سعادت او نېکمرغي ګني، د دغه موجود د خلقت پر وړاندې حساسيت د خداى تعالى په قضا او قدر اعتراض او د جاهليت د زمانې له فرهنګ نه پيروي بولي.

يو ديني عالم شمس الرحمن فروتن د نبوي احاديثو د روايت پر بنسټ وايي، د اسلام ستر پيغمبر هغو والدينو ته، چې د خپلو لوڼو حقونو ته ځان رسوي ؛ زېرى ورکوي، چې زېږون، نېکه پالنه، روزنه، يوه متدين او د نېکو اخلاقو خاوند ځوان سره د هغې د نکاح تړل، جنت ته د ننوتلو سبب ګرځي.

هغه زياته کړه: ((خداى تعالى خپله د يوه انسان په خير او صلاح ښه پوهېږي، کوم کس چې د خپلې لور په زېږون خپه کېږي، د خداى تعالى په قضا او قدر اعتراض کوي، د جاهليت زمانې له رسم او فرهنګ نه پيروي کوي.))

د ويلو ده، چې تېر کال د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يوه خاوند ځکه خپله مېرمن ووژله، چې لور يې زېږولې وه.

د پوليسو د څېړنو له مخې ٢٢ کلنۍ ستورۍ په پرلپسې ډول دوې نجونې زېږولې وې، خو کله يې چې درېيمه لور وزېږوله نو د هغې ٣٠ کلن خاوند شېرمحمد د خپلې مور په مرسته زندۍ کړه، خو خپله په تېښته بريالى شو.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.