منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ماسټر پلان له پلي کېدو سره به د هېواد ټولې سيمې له ارزانه برېښنا برخمنې شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د اوبو او برېښنا وزارت د يوه ٢٠ کلن پلان له چمتو کولو سره اعلان وکړ، چې د دغه ماسټر پلان په عملي کېدو سره به خلک په ټول هېواد کې له ارزانه برېښنا برخمن شي.

دغه ماسټر پلان د اسيا پراختيايي بانک د يونيم ميليون امريکايي ډالرو پر مرسته د جرمني فشنر کمپنۍ او د هېواد د اوبو او برېښنا وزارت له خوا چمتو شوى دى.

دغه پلان نن د فشنر کمپنۍ له خوا د اوبو او برېښنا وزارت ته وسپارل شو.

هغه له خبريالانو سره په خبرو کې زياته کړه: “اوسمهال تر ډېره حده له وارداتي برېښنا ګټه پورته کېږي، خو د ماسټر پلان پر عملي کېدو سره به د هېواد ټول وګړي له ارزانه برېښنا برخمن شي.”

د اوبو او برېښنا وزير زياته کړه، چې په دغه ماسټر پلان کې تر ډېره د کونړ، د بدخشان کوکچې او د هلمند کجکي بندونو ته پاملرنه شوې، چې تر ټولو زياته برېښنا توليدولى شي.

نوموړي د کونړ برېښنا بند په اړه وويل، په شال سيمه کې د کونړ پر بند کار روان دى او په بشپړېدو سره به د ٧٨٧ مېګاواټه برېښنا د توليد توان ولري.

محمد اسماعيل زياته کړه، چې دغه بند به د يو ميليارد او ١٢٠ ميليون امريکايي ډالرو په مرسته په راتلونکو ١٢ کلونو کې بشپړ شي.

د هغه په وينا، اوسمهال له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا هر کيلوواټ په دوه افغانۍ تمامېږي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان اوبيزې سرچينې د برېښنا شاوخوا ٢٣ زره مېګاواټه ظرفيت لري، چې د دغه ماسټر پلان پر بشپړېدو سره به د درېيو او څلور زره مېګاواټو تر منځ برېښنا توليد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ډېرو اوبو له شتون سره سره د هېواد ٣٠ سلنه وګړي له برېښنا څخه برخمن دي او نږدې ٦٠ سلنه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ايران هېوادونو څخه را وارديږي.