منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“عدلي طب د عامې روغتيا په چوکاټ کې وده نه شي کولاى “

· ۵ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٤ ورى ٩٢) : دعدلي طب رييس وايي،اړينه ده ، چې دغه رياست د پراختيا او پرمختګ په موخه د ولسمشر او نورو اړوندو ارګانونو تر اغيز لاندې وي .

اوس عدلي طب په هيواد کې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې فعاليت لري.

 دعدلي طب رييس ډاکتر غلام فاروق مسجدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا چې عدلي طب په مستقيم ډول له جرايمو او مجرمينو سره تړاوو لري ، ايجابوي ، چې د اړوندو ارګانونو تر اغيز لاندې فعاليت وکړي .

د نوموړي په وينا ، دنړۍ په ډېرى هيوادونو کې عدلي طب ځکه وده کړې ، چې د اړوندو ارګانونو لکه  دعدليې وزارت ، کورنيو چارو وزارت ، لويې څارنوالۍ او سترې محکمې تر چتر لاندې فعاليت کوي .

 مسجدي همدارنګه وويل ، چې په افغانستان کې عدلي طب دزياتو جرمونو او ګواښونو دشتون له امله غښتلي ملاتړ ته اړتيا لري او غوره ده ،چې په مستقيم ډول دولسمشر تر اغيز لاندې وي .

نوموړي زياته کړه : ” مجرمين په پرله پسې ډول موږ ته راځي ، دوى ته جزا نه ورکول کيږي ، که ونيول شي ، نو شپږ يا اته مياشتې وروسته بيرته خوشې کيږي ، موږ دجرم تثبيت کوو ، عدلي ارګانونو ته يې سپارو ، خو ځينو مجرمينو ته جزا نه ورکول کيږي ، چې له همدې امله موږ ته ستونزې جوړوي .”

 مسجدي همدارنګه عدلي طب ته دعامې روغتيا وزارت له نه پاملرنې سر ټکوي او وايي : ” موږ  طبيعي يون کوو ، په وزارت کې دشپږمې ګوټې په څير يو ، په دغه وزارت کې داسې څوک نه شته ، چې زموږ د ستونزو او ننګونو پوښتنه وکړي .”

هغه ادعا وکړه ، چې په تيرو يوولسو کلونو کې دعامې روغتيا چارواکي دعدلي طب ستونزو ، لکه دتجهيزاتو او وسايلو چمتو کول ، دکارکوونکو روزل او نورو ته پاملرنه، نه ده کړې .

 نوموړي همدارنګه زياته کړه ، چې ددغه رياست ډېر چارواکي او کارکوونکي ، دمجرمينو تر فشار لاندې دي ، ګواښل شوي ، خو دعامې روغتيا وزارت له خوا يې ملاتړ نه دى شوى .

سرچينې زياته کړه : ” موږ دعامې روغتيا د وزيرې تر مستقيم اغيز لاندې يوو ، داچې د وزير سرو کار له مجرمينو سره نه دى ، نو که هرڅو شکايت وکړو ، وزارت مو ستونزې نه درک کوي .”

 دهغه په وينا ، دعامې روغتيا وزارت له دغه رياست سره يواځې د معاشونو ، تدارکاتو او نورو اداري کارونو په برخه کې همکاري کړې ده .

مسجدي زياته کړه ، چې دعدلي طب رياست ، د روزونکو له کمښت سره مخ دى او دعامې روغتيا وزرت ددغه رياست دډاکترانو لپاره هيڅ وخت هم دهيواد له دننه او يا بهر د روزنې زمينه نه ده مساعده کړې .

 

دهغه په وينا ، دا په داسې حال کې ده ، چې دعامې روغتيا وزارت نورې څانګې هر کال څو ډاکتران بهر ته د زده کړو په موخه استوي .

هغه زياته کړه : ” هر وخت چې زموږ ديوه ډاکتر نه د تشخيص په برخه کې کومه تيروتنه وشي او وزارت ته يې شکايت ورسيږي ، نو د وزارت چارواکي يواځې سپارښتنې را استوي ، په داسې حال کې چې بايد دتيروتنې دليل وپوښتي  ؛ څو موږ هم دخپلو امکاناتو کمښتونه او ستونزې له هغوى سره مطرح کړو .”

 دنوموړي په وينا ، په هيواد کې د ورځ تر ورځې ډېرېدونکو جرمونو په پام کې نيولو سره بايد دعامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې ددغه رياست دسمبالښت او پراختيا په برخه کې ډېر فعاليتونه کړي وي ، چې تر اوسه يې نه دي کړي .

مسجدي زياته کړه ،چې سږ کال دتيرو پنځو کلونو په پرتله دهغو واقعاتو شميره ، چې عدلي طب ته راجع کيږي ، څو برابره زياته شوې ده .

 دسرچينې دمعلوماتو له مخې ، په ١٣٩١ لمريز کال کې له ٢٨٠٠ نه زياتې پيښې او په ١٣٩٠ لمريز کال کې له زرو زياتې پيښې په دغه رياست کې په داسې حال کې ثبت شوې ، چې دغه شميره پنځه کاله وړاندې ٢٠٠ ورته پيښو ته رسيده .

دده دمعلوماتو له مخې ، په يادو پيښو کې دوژنو څرنګوالى ، دالکولو موجوديت تثبيت ، په وينه کې دنشه يي توکو ډولونه ، دسن ټاکل ، د زنا تثبيت ، لواط او بکارت ، سوځيدنه ، وهل ټکول ، د ولديت تثبيت ، جنسي تيرى ، رواني حالت او نور شامل دي .

 دهغه په وينا ، تر هغو، چې دغه رياست دعامې روغتيا وزارت تر اغيز لاندې وي ؛ نو وده به ونه کړي .

مسجدي زياته کړه : ” موږ له ولسمشر غواړو ، چې زموږ رياست ته دې پاملرنه وکړي او يادې موږ دهغه تر مستقيم اغيز لاندې فعاليت وکړو .”

 هغه وویل چې دعدلي طب ستونزې مو دعامې روغتيا له وزيرې سره دعامې روغتيا د رييسانو په مياشتينۍ غونډه کې مطرح کړې ، خو پاملرنه ورته ونه شوه .

دعامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر کنشکا ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل : ” داسې هم نه ده ، چې موږ دې دعدلي طب په وده کې هيڅ کار نه وي کړى او يا مو دې ددغه رياست له چارواکو ، ډاکټرانو او پرسونل نه ملاتړ نه وي کړى .”

 هغه وويل ،چې عدلي طب تر دې وړاندې ودانۍ نه درلوده او د کابل طبي پوهنتون په يوه ودانۍ کې يې فعاليت کاوه ؟

خو نوموړي وويل ، چې دعامې روغتيا وزارت په هڅو ددغه رياست لپاره د دارالامان په ساحه کې يوه ودانۍ جوړه او ځينې اړين توکي هم ورته پيرل شوي دي .

 د هغه په وينا، وزارت دخپلو کارکوونکو او دعدلي طب رياست دډاکترانو  دظرفيت لوړېدو په موخه ځينې پروګرامونه پيل کړي او سږ کال به يو شمير کارکوونکو او ډاکترانو ته دهيواد په دننه او بهر کې زده کړه ورکړي .

دعامې روغتيا وزارت په دې برخه کې نور جزييات ور نه کړل .

 پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې دعدلي طب د رييس دغه وړانديز، چې ګني دغه رياست دې په مستقيم ډول د ولسمشر تر اغيز لاندې وي ، د ولسمشر له کوم وياند سره شريک کړي ، خو اړيکه ورسره ونه نيول شوه .

 عدلي طب له ١٣٦٠ کال څخه وړاندې دلوړو زده کړو وزارت په اډانه کې ديوه امريت په کچه فعاليت پيل کړ ، خو په ١٣٦٠لمريز کال کې يې دعامې روغتيا وزارت په اډانه کې د رياست کچې ته اوچت شو .