کندهار ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): په کندهار کې د يونسيف چارواکي وايي، چې له پاکستان سره خلاصه پوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر تګ راتګ لامل شوى، چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ډېرې شي.
په کندهار کې د يونسيف ادارې اړوند د سوېلي حوزې لپاره د پوليو د مخنيوي مسوول ډاکټر پاينده عابد د وري په ٢٨مه، يوې خبري غونډې ته وويل، چې تېر کال د هېواد په کچه د پوليو ډېرې پېښې په سوېلي ولايتونو کندهار او هلمند کې وې.
په دغه کال کې د حوزې په کچه د ماشومانو د پوليو ٢٤ پېښې ثبت شوي، چې ١١ يې په کندهار، ١١ يې په هلمند او ٢ يې په اروزګان ولايتونو کې وې.
هغه د پوليو د پېښو د ډېروالي تر ټولو لوى لامل له پاکستان سره خلاصه پوله وګڼله او ويې ويل، دا د دوى لپاره لويه ستونزه ده.
د ده په خبره، په دغې سيمه کې يې د پوليو د مخنيوي په موخه ١٣ دايمي ټيمونه په دنده ګومارلي، چې پر ګډه پوله د تګ راتګ پر مهال تر ٥ کلونو د کم عمر ماشومان واکسين کړي.
د نوموړي په وينا، په تېر يوه کال کې يې يواځې په سرحدي سيمو تر دوه سوه زره ماشومان واکسين کړي دي.
ډاکټر عابد د ګډې پولې ترڅنګ يو شمېر نورې ستونزې هم يادې کړې، چې له امله يې د پوليو پېښې ډېرې شوې دي.
هغه وويل: “په سيمه کې د مسلکي کسانو نه شتون، د پخوانيو کارکوونکو د دندې پرېښودل، دوديز مسايل، د نويو زېږېدلو ماشومانو نه راوېستل، د ښځينه کارکوونکو کمښت، د رضاکارانو ناسمه ټاکنه، ناسمه اداره، امنيتي ستونزې، د وسله والو پرضد د عملياتو د ترسره کېدو سيمو ته د واکسين د رضاکارانو نه پرېښودل او د ماينونو خطرونه هغه لاملونه دي، چې پر مهال يو شمېر سيمې د رضاکارانو له پوښښ څخه پاتې کېږي.”
هغه څرګنه کړه، چې د همدې ستونزو له امله د واکسيناسيون په هره دوره کې تر ٦٢زره پورې ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.
په افغانستان کې د يونسيف ادارې داړيکو مسوول احمدجان نوزادي وويل، له ستونزو سره سره هوډ لري، چې په روان کال کې په سوېل کې د پوليو پېښې صفر کوي.
نوموړي وويل، په روان زېږديز کال کې تر دې مهاله په سوېل کې د ماشومانو هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې، چې دا د هغوى لپاره يو ښه زېرى دى.
خو هغه دا هم وويل، که يې د کارونو پر وړاندې خنډونه لېرې نه شي، نو د پوليو د پېښو صفر کول به ستونزمن کار وي.
د ده په وينا، د سوېلي حوزې له ٢١ ولسواليو څخه په پنځلسو ولسواليو کې د امنيتي ستونزو ترڅنګ، کلتوري او دوديزو ستونزو ماشومانو ته د واکسين د ورکړې مخه نيولې ده.
په سوېل کې د واکسين د مخنيوي او عامه پوهاوي په برخه کې د هرو درېيو مياشتو پر مهال نږدې ١،٩ ميليونه افغانۍ لګول کېږي؛ خو بيا هم کندهار، هلمند او اروزګان د ماشومانو د پوليو په برخه کې د خطرناکو سيمو په توګه يادېږي.
که څه هم د کندهار په دوو ولسواليو رېګستان او ښورابک کې تراوسه کومې روغتيايي اسانتياوي شتون نه لري، خو خاکرېز، شاوليکوټ او غورک ولسوالۍ بيا د واکسين په وړاندې کم پوښښه سيمې يادې شوې دي.
تېر کال کندهار، هلمند او اروزګان هغه سيمې وې، چې په کې د هېواد په کچه ٧٠ سلنه د پوليو پېښې ثبت شوې وې.










