ښرنه (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د پکتیکا ولايت اوسېدونکي او روغتیايي مسوولین د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکايت کوي او په تړاو يې د روغتيا وزارت ګرم بولي.
د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ يو قومي مشر ګلاب الدین سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ولسوالۍ د پکتیکا له مرکز څخه شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې پرته سيمه ده، چې تر ډېره مرکز ته لاسرسى نه لري.
د هغه په وينا، د دوى په ولسوالۍ کې يو کلينيک شته، خو ډېر وخت په کې د اړتيا وړ درمل نه پيدا کېږي او که وي هم، ډېر کم وي.
نوموړي زياته کړه، چې د کلینیک ډاکټران ډېر وخت ناروغانو ته له شخصي درملتونونو څخه د درملو د پېرلو لپاره نسخه ورکوي.
سلطاني وويل: ((زموږ د سیمې ډېرى خلک بېوزله او ناچاره دي او دولتي کلینیک ته هم له دې امله ځي، چې درمل او درملنه يې وړيا وي.))
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي هم د خپلې سيمې په روغتون کې د درملو له کمښت او نه شتون څخه سر ټکوي.
د دې ولسوالۍ د چامړۍ کلي اوسېدونکي اغامحمد پژواک اژانس ته وويل، چې کله یې روغتون ته ناروغان راوستي دي، نو درمل له شخصي درملتونونو څخه ورته اخلي.
د ده په خبره، مټاخان د پکتیکا پراخه ولسوالي ده، چې په لسګونه کلي لري او د ټولو کلیو ډېری استوګن د مټاخان روغتون ته ناروغان راوړي.
اغامحمد وویل، چې په روغتون کې يې ډېری وخت د اړتیا وړ درمل موجود نه وي او د عامې روغتيا رياست هم ورته پاملرنه نه کوي.
د پکتیکا د یوسف خېلو، یحيی خېلو، اورګون او خيرکوټ ولسوالیو اوسېدونکي هم په خپلو سيمو کې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو له کمښت او نه شتون څخه شکايت کوي.
د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر ولي ګل هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خلکو ستونزې تر ډېره پر ځای وبللې.
د نوموړي په خبره، دوی ټولو روغتیايي مرکزونو ته درمل د ټاکل شوې اندازې او نفوس له مخې، چې له مرکز څخه هم همدومره ورکول کېږي، ورکوي.
د هغه په وينا، پکتیکا اوس مهال د یو ميلیون په شاوخوا کې وګړي لري، خو درمل یواځې د څلور سوه زرو کسانو د نفوس له مخې ورکول کېږي.
دی وایي، چې د مرکزي احصايې هغه سر شمېرنه، چې د سردارمحمد داوود خان پر وخت شوې، د هماغه له مخې پکتیکا ته په هره برخه کې سهميه ورکول کيږي.
د عامې روغتیا رییس دغه ولایت ته د لږو درملو ورکړه، يوه لويه ستونزه وبلله او له اړوندو چارواکو یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پکتیکا ولايت اوسېدونکي د درملو له کمښت سره سره په نورو برخو کې هم ستونزې لري، چې خلک يې د مرکزي دولت د نه پاملرنې له امله شکايت کوي.










