منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په پنجشېر کې د يوه پول د جوړېدو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

چاريکار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٢): د پنجشېر ولايت په مرکز کې د يوه پول د جوړېدو کار نن پيل شو.

د پنجشېر سکتوري رييس محمدظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پول د پنجشېر په مرکز بازارک کې د نړيوال بانک په ٣٥ميليونو افغانيو مرسته  جوړېږي.

ده زياته کړه، دا پول چې ٦٠ متره اوږدوالى، ٩ متره سور او ١١ متره لوړوالى لري، د فوايد عامې وزارت له لوري د يوه کال په موده کې جوړيږي.

د هغه په وينا، د دې پول په جوړېدو سره به د عنابه، شتل او رُخه  ولسوالۍ د پنجشېر له مرکز سره ونښلول شي.

د عنابه ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيدمنور سعيدي وايي، چې دوى اوسمهال بازارک ته د رسېدو په موخه شل کيلومتره لار وهي، خو د دې  پول په جوړېدو سره به يې لار پنځو کيلومترو ته رالنډه شي.