کندهار (پژواک ٢ غويى ٩٢): د کندهار دوې ولسوالۍ لا هم ټيلېفوني اسانتياوې نه لري او اوسېدونکي يې غوښتنه کوي، چې د دوى سيمې دې هم د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
رېګستان او ښوراوک د کندهار ښار سوېل ته هغه دوې ولسوالۍ دي، چې لا هم په کې هيڅ ډول مخابراتي اسانتياوې نشته.
د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې يو خو له کندهار ښار څخه په ډېر لرې واټن کې ژوند کوي او له بله اړخه تر اوسه مخابراتي اسانتياوې نه لري، چې د هغوى ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
د ښوراوک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي فيض محمد بړېڅ پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار په ډېرو ولسواليو کې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې ګڼ پرمختيايي کارونه شوي، خو ښوراوک هغه ولسوالي ده، چې نه يوازې په نورو خدماتي برخو کې ورته پام نه دى شوى، بلکې اوسېدونکي يې ټيلېفوني اسانتياوې هم نه لري.
دى وايي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه له مرکز سره يې اړيکې نشته، له خپلو خپلوانو سره حتى په ستونزمنو حالاتو کې هم اړيکه نه شي نيولاى.
د ده په خبره، له همدې امله دلته نه يوازې په دولتي برخه کې هيڅ پرمختګ نه دى شوى، بلکې په تجارتي برخه کې هم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه: ((ښوراوک ولسوالي، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، له کندهار ښار څخه څه باندې سل کيلومتره واټن لري، دې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى، اوسېدونکي يې نه خو د مخابراتي سيستم له لارې له هېواد سره وصل شوي او نه هم د سړک له لارې د هېواد له نورو سيمو سره، ځکه لاره يې خرابه ده او کله نا کله پرې د ماينونو خطر هم وي.))
هغه له دولت څخه د سړک د جوړېدو تر څنګ غوښتنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې مخابراتي سيستم فعال کړي.
د ښوراوک ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عبدالواحد وايي، چې د ټيلېفوني اسانتياوو د نشتوالي له امله ډېر وګړي خپلې ورځنۍ اړتياوې د پولې له هغې غاړې څخه پوره کوي، ځکه نه خو له کندهار ښار سره د سړک له لارې وسل دي او نه هم د مخابراتو له لارې.
دى وايي، که دلته مخابراتي سيستم فعال شي او دې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک پوخ شي، نو ښوراوک به په سوداګريزه برخه کې له دې امله ډېر پرمختګ وکړي، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.
د رېګستان يو اوسېدونکى هم له ورته ستونزې شکايت کوي او وايي، چې د هغوى په ولسوالۍ کې هم ټيلېفونونه کار نه کوي، چې د هغوى ژوند او ورځنۍ چارې يې ډېرې اغېزمنې کړې دي.
دى وايي، اوسمهال ټيلېفون او مخابرات په يوه جدي اړتيا بدل شوي، چې د ستونزو، کاروبار او نورو ضرورتونو پر مهال کارونه اسانه کوي، خو د دوى د ولسوالۍ اوسېدونکي له دې اسانتيا بې برخې دي.
د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس انجنير شاه محمد اسحاق هم دا مني، چې د کندهار د اولسو ولسواليو له ډلې په دوو ولسواليو ښوراوک او رېګستان کې مخابراتي اسانتياوې نشته. خو هغه وويل، چې په روان کال کې به ډېر ژر په دغو ولسواليو کې ټيلېفوني خدمات فعال شي.
هغه زياته کړه: ((په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې به په کندهار کې هيڅ داسې ولسوالۍ پاتې نه شي، چې ټيلېفوني اسانتياوې ونه لري، موږ په پلان کې لرو، چې ډېر ژر مخابراتي خدمات رېګستان او ښوراوک ولسواليو ته هم ورسوو.))
دى وايي، يو کال وړاندې د يادو دوو ولسواليو په ګډون په اوو ولسواليو کې ټيلېفوني اسانتيا نه وه، خو تېر کال په پنځو ولسواليو ميانشين، شاوليکوټ، غورک، نېش او معروف کې ټيلېفوني خدمات فعال شول او د افغان بېسيم شبکې له لارې وصل شوې.
هغه په کندهار کې د انټرنېټي خدماتو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې اوس دلته د مخابراتي سيستم په پراخېدو د پخوا په پرتله انټرنېټي خدمات ډېر شوي او هم ارزانه شوي، او وايي، چې دا لړۍ به ولسواليو ته هم وغځېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معلومات ښيي، چې د څلورو مخابراتي خصوصي شرکتونو تر څنګ، دولتي مخابراتي شرکت افغان ټيلي کام ، څلوېښت انټرنيټي شرکتونه او سلګونه د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونه په هېواد کې فعاليت کوي؛ چې د هېواد ٨٠ سلنه سيمه يې تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده.
دا مهال د هېواد په کچه څه باندې ١٧ ميليونه کسان له موبايل ټيلېفونونو استفاده کوي، خو لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې داسې سيمې شته، چې مخابراتي اسانتياوې په کې نشته.