کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې د دوو ولسواليو ماشومانو ته لا هم د پوليو تر څنګ د اته ګونو ناروغيو واکسين نه رسېږي، چې لامل يې لرې واټن، خامه لاره او نا امني ده.
دغه دوې ولسوالۍ رېګستان او ښوراوک دي، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.
د کندهار د عامې روغتيا رياست چارواکو د واکسيناسيون د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې، چې د عامې روغتيا رياست په ودانۍ کې جوړه شوې وه وويل، د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې يې د نورو ناروغيو د درملنې تر څنګ ماشومانو ته د بېلابېلو ناروغيو د واکسين ورکولو اسانتياوې برابرې کړې دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، چې له دې ډلې ښوراوک او رېګستان هغه ولسوالۍ دي، چې نه په کې کوم روغتيايي مرکز شته او نه هم په کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو اسانتيا.
نوموړي په دغو دوو ولسواليو کې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي لامل ناامني، لرې واټن او دغو ولسواليو ته د غځېدلو لارو خرابوالى ياد کړ.
خو هغه دا هم وويل، له ډېره وخته هڅې کوي، چې دغو دوو ولسواليو ته روغتيايي خدمات ورسوي.
پخلا زياته کړه، د هېواد په کچه هر کال د واکسيناسيون څلور پړاوونه تر سره کېږي، خو په سوېل کې د پوليو تر څنګ د اته ګونو ناروغيو د واکسين ځانګړي کمپاينونه هم تر سره کوي.
دى وايي: ((له کمپاينونو سره سره بيا هم هر ځل ګڼ ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي، چې لامل يې د خپلو ماشومانو پر وړاندې د خلکو بې پروايي او د پوهې د کچې ټيټوالى دى.))
د عامې روغتيا رييس تر پوليو وروسته د شري ناروغي د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه وګڼله او ويې ويل، چې د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله زيات ماشومان او حتى لويان په دې ناروغۍ ډېر اخته کېږي.
په کندهار کې د افغان پرمختيايي روغتيايي ټولنې مشر ډاکټر عبدالمالک هاشمي وويل، چې د ټول ولايت په کچه ٣٩ روغتيايي مرکزونه او ٥٨٨ روغتيايي پوستې شته، چې ماشومانو ته د پوليو تر څنګ د ځينو نورو ناروغيو واکسين هم ورکوي.
هغه هم وويل، چې په رېګستان او ښوراوک ولسواليو کې دغه راز مرکزونه نشته او ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې دي.
هاشمي ټينګار وکړ، چې د اتو ګونو ناروغيو په برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوى زيات شي او دغه راز دې د ښځينه واکسيناتورانو شمېر لوړ شي.
نوموړي دغه راز وويل، چې اوسمهال په کندهار کې يوازې ٧٥ واکسيناتوران لري، چې ١٩ يې ښځې دي.
د روغتيايي ادارو د معلوماتو له مخې، په سوېلي ولايتونو کې د پوليو، شري، تيتانوس، تورې غاړې، توبرکلوز، تور ژېړي، سينه بغل او ديپتري ناروغۍ د نورو په پرتله زياتې دي، چې په ماشومانو کې د مخنيوي په موخه تر ټولو ښه لاره واکسين دى.
سرچينې وايي، تر اوسه يو ماشوم هم داسې نه شته، چې کورنۍ دې يې ورته د دغه راز ناروغيو پر له پسې واکسين کړى وي، چې لامل يې د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالى دى.