کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي، چې د کندهار په هغو څلورو ولسواليو کې يو ځل بيا د ملي پيوستون پروګرام پيلوي، چې امنيت يې ډاډمن دى او اوسېدونکي يې د بيارغونې په کارونو کې سمه ونډه اخلي.
دغه څلور ولسوالۍ ارغنداب، ډنډ، تخته پُل او دامان په ګوته شوې دي.
د کندهار د کليو د پراختيا رييس کريم الله افغان، چې نن (د غويي ١١مه) يې همدغه پروګرام په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل کړ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د دويم ځل لپاره د ملي پيوستون پروګرام پيلوي، چې د سيمې د اوسېدونکو لپاره په کې سړکونه، پلونه، د څښلو پاکې اوبه، لښتي او نور شامل دي.
هغه زياته کړه، د ملي پيوستون په دويم پيل شوي پړاو کې به دغه ځل د ارغنداب هغه ١١ کلي هم شامل وي، چې په تېر کې د ناامنيو له امله په کې کارونه نه وو شوي.
ده وويل: ((ارغنداب ټولټال ٧٨ کلي لري، تېر ځل يې ١١ کلي د نا امنۍ له امله د ملي پيوستون په پروګرام کې شامل نه وو، خو دا ځل به دغه کلي هم د ملي پيوستون له پروګرام څخه برخمن شي.))
د نوموړي په خبره، هغوى پلان لري، چې د ملي پيوستون پروګرام د دويم ځل لپاره هغو ولسواليو ته وغځوي، چې اوسېدونکو يې ښه کارونه ترسره کړي وي او امنيت په کې سم وي، چې د ارغنداب تر څنګ ډنډ، دامان او تخته پل ولسوالۍ دي.
هغه وويل، تر ارغنداب وروسته به دغه پروګرام ډېر ژر په دامان ولسوالۍ کې هم پيل شي.
خو د کليو د پراختيا رييس د ملي پيوستون پروګرام د دويم ځل پيلېدو د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وايي، چې دغه پروګرام په دې ولسوالۍ کې د خلکو په غوښتنه پيلېږي، ځکه تېر ځل يې ډېره ښه پايله ورکړې ده.
هغه وويل، دلته ډېرو نورو موسسو په بېلابېلو برخو کې کارونه کړي، خو هومره ګټور نه وو، ځکه د ملي پيوستون د پروګرام له لارې پيسې د خلکو په خوښه لګېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ د يو شمېر کليو اوسېدونکي هم وايي، چې دغه پروګرام ګټور دى، خو دا اندېښنه ښيي، چې په ځينو سيمو کې دغه پروګرام سم نه پلى کېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ د نوې مزرې کلي اوسېدونکى عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، زموږ په کلي کې ځيني سړکونه، د پاکو اوبو څاه ګانې او نور جوړ شوي، خو ډېر مهال د دغو کارونو پر مهال بېوزلو خلکو ته پام نه کېږي.
هغه زياته کړه، غوښتنه يې دا ده، چې په هره مرسته او هر کار کې دې د کليو بېوزلو ته هم پام وشي او د ستونزو د هوارۍ غم دې يې وخوړل شي.
د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب سيمې يو اوسېدونکى علي محمد وايي، هغه څوک چې زور لري پيسې په خپلو منځونو کې وېشي او سم کار نه ورباندې کوي.
دى وايي: ((زه به دې خپل کلي ته بوځم، چرۍ او لښتيان جوړ شوي، خو سرونه يې نه دي ور پټ کړي، زموږ د کورونو مخ ته تېره شوې لاره تر اوسه خامه ده.))
خو د کليو د پراختيا رييس او د ارغنداب ولسوال د خلکو دغه څرګندونې ردوي او وايي، چې په دغه پروګرام کې يې د درغلۍ مخه نيولې، که څوک د فساد په اړه خبره کوي، نو دوى چمتو دي، چې حساب ورکړي.
د هېواد په کچه د ملي پيوستون پروګرام يوازېنۍ مرستندويه لړۍ ګڼله کېږي، چې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې او خلکو ته يې تر يوه بريده اسانتياوې برابرې کړې دي.
د ملي پيوستون د پروګرام لګښت د نړيوال بانک پر غاړه دى.