منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

نورستان کې د شري ناروغۍ له امله يو شمېر ماشومان مړه شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد-کابل (پژواک ١١ غويى ٩٢): د نورستان يو شمېر خلک او ولايتي شورا وايي، چې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله شلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو د عامې روغتيا وزارت دا ادعا ردوي.

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورستان مرکز پارون ته څېرمه په اشتيوې کلي کې شلو ماشومانو د شري ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه زياتوي، چې د دغو ماشومانو د مړينې يواځېنى لامل د ډاکټرانو نه شتون او د واکسين نه تطبيق دى.

دى وايي: ((ماشومانو ته واکسين نه دى ورکول شي او نه يې هم چا پاڼه اړولې ده.))

عنايت الرحمن زياتوي، چې د عامې روغتيا چارواکي بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د پارون يوه اوسېدونکي ميرعلي پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر چارواکي د ماشومانو دغه شمېر پټوي او رسنيو ته وايي، چې تر اتو پورې ماشومان وژل شوي دي.

ميرعلي زياتوي، چې د اشتيوې په کلي کې شري لومړى درې ماشومان نيولي وو، خو وروسته يې نورو ته هم سرايت وکړ.

دى وايي: ((اوس نور ماشومان هم شري نيولي دي، خو دا ځل صحت عامې ډاکټران ورلېږلي وو.))

بلخوا د نورستان د عامې روغتيا رييس اسماعيل ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په مرکز پارون کې يواځې اتو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده زياته کړه، چې سيمې ته يې يو شمېر ډاکټران استولي وو، د ډېرى ناروغانو درملنه يې کړې او شاوخوا دوه نيمو سوو ماشومانو ته يې د شري واکسين هم ورکړى دى.

ډاکټر ستانکزى وايي: ((شاوخوا ١٥٠ ماشومانو نورو ته هم درمل ورکول شوي دي.))

د ده په خبره، د شري ناروغۍ له امله يوازې اته ماشومان مړه شوي او وايي چې په دې اړه نورې ټولې ادعاوې ناسمې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد، چې په روغتيايي چارو کې د ختيځې حوزې مسوول هم دى پژواک ته له يادې پېښې ناخبري وښوده.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر کنشکا ترکستاني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ډاکټرانو يو پلاوى نورستان ولايت ته لېږلى دى.

هغه زياته کړه، چې په ياد ولايت کې د ٢٠ ماشومانو د مړينې راپورونه سم نه دي او هلته د بېلابېلو ناروغيو له امله يواځې اته ماشومان مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د ډاکټرانو ډلې هلته د ناروغو ماشومانو نمونې ترلاسه کړې او کابل ته به يې د معاينې لپاره ولېږدوي.

ترکستانى وايي، چې د شري په ناروغۍ اخته ٢٥٠ ماشومان واکسين شوي او ١٦٠ نورو ته يې درمل هم ورکړي دي.

ده زياته کړه: ((درې مياشتې مخکې هلته د شري د ناروغۍ واکسين شوى، نه پوهېږو، چې دا ناروغي ولې هلته بيا پيدا شوې ده.))

ياده دې وي، چې په ١٣٩٠ کال کې د نورستان په ولايت کې لسګونو ماشومانو د شري د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.