منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د شاه و عروس بند جوړولو ٤٠ سلنه چارې پر مخ تللې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د “شاه و عروس” بند د جوړولو ٤٠سلنه چارې پر مخه تللې او په اتلسو مياشتو کې به بشپړې شي.

دا څرګندونې د کابل والي عبدالجبار تقوا د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د برخې له مرستيال شجاع الدين ضيايي سره نن د دغه بند د کار د ليدنې پر مهال خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې د دغه بند د جوړېدو کيفيت ښه او چارې يې له پلان سره سمې روانې دي.

د دغه بند د جوړولو تړون د ١٣٨٩ کال په غويي مياشت کې د اوبو او برېښنا وزارت او د (تابله پرهون) په نوم ايراني شرکت تر منځ لاسليک شو او د جوړولو چارې يې تېر کال د غبرګولي مياشتې په ورستيو کې پيل شوې.

دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال ضيايي وويل، چې دغه بند به د يو عشاريه دوه مېګاواټه برېښنا د توليد او شاوخوا ٢٧٠٠ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا ولري او له برېښنا څخه به يې د شکردرې خلک برخمن شي .

 هغه وايي، چې په ټوليز ډول پر دې پروژې څه د پاسه ٤٨ ميليون امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د افغانستان د دولت له خوا ورکول کېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه بند به د ٧٧ متره لوړوالي په درلودلو سره د نهه عشاريه درې ميليون متر مکعب اوبو د زېرمې وړتيا ولري او له شاوخوا دَرو څخه راغلې اوبه به په کې زېرمه کېږي.

هغه وايي، چې دغه بند د کابل ښاريانو لپاره ٥ ميليونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي.

ده زياته کړه، چې د ياد بند د جوړېدو پر وړاندې هيڅ ډول امنيتي ستونزه نشته خو د ځمکو د استملاک په برخه کې يو لړ ستونزې شتون لري.

هغه د دې ستونزو په اړه نور معلومات ورنه کړل .

 په ياده غونډه کې د کابل والي د اوبو او برېښنا وزارت له چارواکو سره ژمنه وکړه ، چې د شاه و عروس بند د ځمکو د استملاک په برخه کې به پوره همکاري کوي.

 د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد لپاره ٥ زره مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ده، خو دا مهال په ټول هېواد کې له بهره د واردېدونکې برېښنا په ګډون شاوخوا دوولس سوه مېګاواټه برېښنا ته رسيږي چې په ټوليز ډول نږدې څلوېښت سلنه هېوادوال ترې برخمن دي.