کندهار ( پژواک ١٦ غويى ٩٢ ) : د کندهار ولايت د کرنې او مالدراۍ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله نباتي او حيواني ناروغۍ ډېرې شوي او د دغه ولايت کرنه او مالداري يې زيانمنه کړې ده.
دغه څرګندونې د کندهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير احمد شاه روشن د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلومات په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.
روشن وويل، د پخوا په پرتله په کندهار کې د حيواني او نباتي ناروغيو ډېرښت د دغه ولايت کرنې او مالدارۍ ته زيان اړولى دى.
هغه زياته کړه، د ناروغيو د ډېرښت له امله ګڼ شمېر کروندګر او مالداران په بازار کې په خپلسرې توګه بېلابېل درمل اخلي او د خپلو کروندو، باغونو او څارويو د درملنې لپاره يې کاروي، چې دغه کار د ګټې پر ځاى زيانونه اړوي.
د نوموړي په وينا، دغه خپلسرې او بې کيفيته درمل په خپل ترکيب کې زهري مواد لري، چې په کارولو سره يې څاروي يا کروندې او باغونو له منځه تللاى شي.
د کرنې رييس وويل، دغه بې کيفيته درمل د ګمرکونو له لارې کندهار ولايت ته راوړل کېږي او بيا د ښار په دوکانونو کې د غير مسلکي کسانو له خوا، چې وټرنران او ډاکټران نه لري، په خپلسرې توګه پلورل کېږي.
انجنير روشن وايي، د غير مسلکي کسانو له خوا په خپل سر درمل پلورل يوه جدي ستونزه ده او کېداى شي په اوږد مهال کې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته درانه زيانونه واړوي.
دى وايي، د دغه کار د مخنيوي لپاره يې د حيواني او نباتي درملو سوداګرو او دوکاندارانو ته خبر ورکړى، چې مسلکي کسان پيدا کړي او په خپلسرې توګه د درملو له پلورلو لاس پر سر شي.
روشن زياتوي، په دغه ولايت کې د حيواني او نباتي ناروغيو د معلومولو لپاره اوسمهال دوه کلينکونه لري او دغه راز د شديدو امراضو د ډېرېدو پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ځانګړي کمپاينونه هم تر سره کوي.
هغه وايي، تېر کال يې د خپلو کمپاينونو پر مهال يو سل او اته زره څارويو ته وړيا واکسين او درمل ورکړي او د راتلونکي لپاره هم دغه ډول مرستو ته چمتووالى لري.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې له کروندګرو سره يې له تېر کال راهيسې د مرستې په لړ کې ٢٩ ټنه کېمياوي سره او اصلاح شوي بېلابېل تخمونه وېشلي، خو په پام کې لري، چې راتونکى کال به تر ٦٠٠ ټنو پورې کېمياوي سره او تخمونو پر کروندګرو او بزګرو ووېشي.
روشن د کندهار د کرنې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دا مهال د دغه ولايت پر نژدې ١٨٠ زره جريبه ځمکه کرنه تر سره کېږي.
د هغه په خبره، په کندهار کې د کرنې رياست په چوکاټ کې نهه ګرين هاوسونه(شنې خونې) او ١١٥ د انارو، انګورو، او نورو مېوو باغونه شتون لري، چې د ښه او پروخت درملو د ورکړې له امله يې حاصلاتو د نورو ملکي باغونو څخه ډېر توپير درلود.









