منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار ولايت مقام د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د ننګرهار د ولايت مقام لپاره د يوې نوې څلور پوړيزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دې پروژې د کار د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  مشر عبدالخالق فراهي او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نوې ودانۍ د جلال اباد قصر دننه په اته بسوې ځمکه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه نوې ودانۍ به، چې په څلورو پوړونو کې جوړېږي، ٤٢ خونې او نور اړوند ملحقات ولري.

عبدالزى وايي، چې پر دې ودانۍ ٢٦ نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د ثبات د ټينګښت پروګرام له خوا ورکول کېږي  او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.