منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د سړک غاړې ماينونو جوړولو يوه کارخانه کشف شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۰ کتنې

کابل ( پژواک ٢٩ غويى  ٩٢): دملي امنيت عمومي رياست په هلمند ولايت کې دسړک غاړې ماينونو دجوړولو يوې کارخانې او له چاودېدونکو توکو ډکو دوو موټرسايکلونو دنيولو خبر ورکړ .

دملي امنيت عمومي رياست په هغه خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ، راغلي، چې ددغه رياست موظفينو دهلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې دځانګړو اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې دسړک غاړې ماينونو دجوړولو يوه فابريکه کشف کړې ده .

د سرچينې دمعلوماتو له مخې ، امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې ٢٨ ماينونه ، ٤٥چاودېدونکي کپسول ، ١٠ متره ثاينه سوزيدونکې فليته ، دامونيم نايتريت٢٥ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ، دفکساول ٢٠٠ متره لين ، ١٧ بېطرۍ ، دماين ځانګړي ٩ ولټه ، ٢٠ بستې چاودېدونکي توکي ، ٤ لاسي بمونه او يو ځانمرګى واسکټ نيولي او شنډ کړي دي .

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي ، چې ددغه رياست موظفينو په يوه بل اقدام کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسايکلونه ، چې دځانمرګو بريدونو لپاره دلښکرګاه دعامې روغتيا رياست واټ کې ځاى پر ځاى شوي و ، کشف او ترلاسه کړي دي .

سرچينې په دې اړه زيات معلومات نه دي ورکړي او ليکلي يې دي ، چې موضوع تر څېړنې لاندې ده .