منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت څېړنيز انسټيټيوټ جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په چوکاټ کې د اوه ميليون ډالرو په لګښت د انسټيټيوټ يوه نوې ودانۍ ګټې اخيستلو ته وسپارل شوه.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په چوکاټ کې دا لومړنى انسټيټيوت دى، چې د جوړولولپاره يې  شپږ ميليون ډالره مرسته د سيمه ييزو همکاريو اقتصادي سازمان (ايکو) او يو ميليون ډالر يې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا ورکول  شوي دي.

د دغې څلور پوړيزې ودانۍ د جوړېدو چارې په ١٨ مياشتو کې بشپړې شوې، د څلوېښتو خونو درلودنکې ده، چې په هغه کې د کنفرانس خونې، کتابتون، لابراتوار، د زده کړو او نورو اسانتياوو خونې هم شتون لري.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير ويس احمد برمک د انسټيټيوټ په پرانيست غونډه کې وويل چې په دغه انسټيټيوټ کې به د څېړنې او پلټنې زده کړې ورکول کېږي.

 برمک زياته کړه، چې د ياد انسټيټيوټ په لومړۍ دوره کې به د کليو د پراختيا، پوهنې او عامې روغتيا وزارتونو کارکوونکي زده کړې تر سره کړي.

نوموړي د ياد انسټيټيوټ جوړېدل د دغو وزارتونو د کارکوونکو د ظرفيت په لوړاوي کې ډېر اغېزناک وبلل او زياته يې کړه: ” موږ د دغو درېيو وزارتونو د کارکوونکو تر څنګ د کانکور له لارې ١٥٠ نور زده کوونکي هم جذبولى شو.”

د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان د سکرتر جنرال مرستيال الطاف اصغر د ياد انسټيټيوټ په پرانيست غونډه کې وويل: دا د دوى يواځينۍ مرستې نه دي، چې په دغه څانګه کې يې کړي له دې سره سره يې د کابل ژوبڼ په پراختيا، د فارياب له روغتون او په باميانو کې د يوه مکتب په رغولو کې له څو کلونو راهيسې مرستې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه سازمان اوسمهال د اورګاډي ليکې پر جوړولو هم کار کوي، چې افغانستان به له ترکيې، ايران، تاجکستان، قرغزستان او چين سره ونښلوي.

د ايکو سازمان، د سکرتر جنرال مرستيال ژمنه وکړه، چې افغانستان به هېڅکله يواځې پرېنږدي او په راتلونکي کې به هم خپلو دغه ډول مرستو ته ادامه ورکړي.

د ايکو سازمان په ١٣٦٤ کال کې د سيمه ييزې اقتصادي پراختيا او د سوداګرۍ اړيکو د پرمختګ په موخه رامنځته شو او افغانستان په ١٣٧١ کال کې د ياد سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان،ايران،پاکستان،ترکيه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او آذربايجان د دغه سازمان غړي هيوادونه دي.