فراه (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): د فراه والي وايي، په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د بخش اباد بند د تفصيلي ډيزاين، د يو ترانزيټي سړک جوړولو او ځينو نورو پروژو کار پيل شي.
د فراه والي محمداکرم خپلواک له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ماليې وزارت د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش اباد بند د تفصيلي ډيزاين لپاره يو ميليون امريکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغه بند د تفصيلي ډيزاين تړون شاوخوا يوه مياشت مخکې د “نيستاک” په نوم له يوې پاکستانۍ کمپنۍ سره شوى او په نږدې ورځو کې به يې کار پيل شي.
ده وويل، چې له دغه بند جوړېدو سره به د فراه د برېښنا د نه شتون ستونزه لرې شي او د بکواه د دښتې په ګډون به د دغه ولايت ډېرې هغه ځمکې خړوبې کړي، چې دغه مهال اوبه نه لري.
د دغه بند سروې د سردار محمد داوود د ولسمشرۍ په دوران کې پيل شوه، خو بشپړه شوې نه وه..
خو ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه بند سروې شاوخوا پنځه کاله مخکې بشپړه شوې، چې په ترڅ کې يې دوه هندي انجنيران هم ووژل شول.
د فراه والي وايي، دا مهال په دغه ولايت کې يو پوځي هوايي ډګر شته، چې يوه برخه يې په دغه ولايت کې د مېشتو امريکايي ځواکونو په واک کې ده او بله برخه يې په دې وروستيو کې افغانانو ته سپارل شوې ده.
د خپلواک په وينا، افغانانو ته په سپارل شوې برخه کې شاوخوا يوه مياشت مخکې د ملکي هوايي ډګر د جوړولو کار پيل شوى دى.
ولايتي چارواکي وايي، دې پروژې ته ماليې وزارت ٨٠٠ زره امريکايي ډالر ځانګړي کړي و او اوس د دغه هوايي ډګر له رنوې پرته نورې چارې اتيا سلنه بشپړې شوې دي.
والي وايي، چې د دې پروژې د بشپړېدو لپاره شپږ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده او په دې اړه ماليې وزارت ته هم وړانديز شوى، خو وزارت تر دې دمه ځواب نه دى ورکړى.
محمداکرام خپلواک وويل، ټاکل شوې چې په دغه ولايت کې د يو ترانزيټي سړک په ټپه ولاړ کار بيا پيل شي.
د ده په وينا، د فراه له پشت رود ولسوالۍ د ايران جنوبي خراسان ولايت تر پولې، د ١٢٠ کيلومتره سړک د جوړولو تړون شاوخوا څلور کاله مخکې له ايران سره لاسليک شو.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک به فراه د ايران له جنوبي خراسان ولايت او بيا د دغه هېواد د بندرعباس د چابهار له ستر سوداګريز بندر سره ونښلوي.
هغه وايي، د دې پروژې کار چې بايد په دوو کلونو کې بشپړ شوى واى، د ايران په مرسته ٥٠ سلنه پر مخ ولاړ، خو وروسته له هغه په ټپه ودرېد، چې د همدې پروژې کارکوونکي دوه ايراني انجنيران ناپېژانده کسانو وتښتول.
دغه انجنيران وروسته بېرته خوشي شول.
خپلواک ونه ويل، چې پر دغه سړک تر دې دمه څومره لګښت راغلى او څومره نورو پيسو ته اړتيا لري؟
د فراه والي وويل، چې يوه اونۍ مخکې يې د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ او د ايران په جنوبي خراسان ولايت کې يې له ايراني چارواکو سره د نورو مسايلو تر څنګ، د دې پروژې په اړه هم خبرې وکړې.
خپلواک وايي، ايراني چارواکو ورته ويلي، چې که په ياده سيمه کې امنيتي تدابير ونيول شي، چمتو دي، چې دغه کار بيا پيل کړي.
والي زياته کړه، چې ده ايراني چارواکو ته په ياده سيمه کې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او وپتېيل شوه، چې په نږدې راتلونکې کې د دې پروژې د کار د بيا پيل د پرانيستې لپاره له ايران څخه يو پلاوى فراه ته راشي.
د هغه په وينا، ايراني چارواکو له دغه هېواد څخه فراه ته د برېښنا لېږد ته هم لېوالتيا ښودلې او ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې برخه کې تړون لاسليک شي.
ده دغه پروژه مهمه وبلله او له نورو معلوماتو پرته يې زياته کړه، چې دغه لار د چابهار سوداګريز بندر ته د نيمروز او هرات د لارو په پرتله لنډه ده.
دا مهال يواځې د فراه په مرکز کې يو شمېر خلک له دولتي جنراتوري برېښنا کار اخلي او د يو کيلو واټ په بدل کې ٤٠ افغانۍ ورکوي.
خو خپلواک وويل، چې د دې ستونزې د حل لپاره هم له ايران سره تړون لاسليک شوى، چې له مخې به يې ايران د دې برېښنا د توليد لپاره فراه ته په ارزانه بيه تېل ورکړي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې په ارزانه بيه له ايران څخه فراه ته د دغو تېلو لېږد پيل او ورسره د جنراتوري برېښنا د يو کيلوواټ بيه لسو افغانيو ته راولوېږي.
ده د تېلو د بيې په اړه څه ونه ويل خو وايي، دا کار په دې موخه شوى، چې له ايران څخه فراه ته د برېښنا تر لېږده خلک له جنراتوري برېښنا څخه په ارزانه بيه ګټه پورته کړي.
د فراه والي محمداکرم خپلواک زياتوي، چې له ايراني چارواکو سره يې د سوداګريزو اسانتياوو او ځينو نورو مسايلو په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې تر دې مهاله هره ورځ د ايران له لارې افغانستان ته شاوخوا ٣٠ ټانکره تېل رالېږدول کېږي، خو ايراني چارواکو په دې برخه کې د داسې اسانتياوو د برابرولو ژمنه کړې، چې له مخې به يې په ورځ کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته ٨٠ ټانکره تېل ولېږدول شي.
د خپلواک په وينا، ايراني چارواکو په فراه کې د دغه هېواد قونسلګرۍ د جوړېدو وړانديز کړى، په دې برخه کې بايد د دواړو هېوادونو حکومتونه پرېکړه وکړي.
د فراه والي وايي، چې ايران ته په سفر کې يې له ايراني چارواکو سره په يادو او ځينو نورو برخو کې هوکړه ليک لاسليک کړى دى.










