ژبه

کندهار کې د معتادينو د درملنې مرکز پرانيستل شو

کندهار (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): په کندهار ښار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ١٥ بستريز روغتون پرانيستل شو.

دغه روغتون د کندهار ښار اړوند د شپږمې ناحيې په سيمه کې جوړ شوى، چې پر کندهار سربېره به په کې د سوېلي زون د نشه يانو درملنه کېږي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه روغتون د يو کال لګښت چې سل زره امريکايي ډالر کېږي، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې (UNODC) له خوا چمتو شوى دى.

هغه زياته کړه، په دې ورکول شوې کلنۍ بوديجه کې د ودانۍ کرايه، د ډاکټرانو معاشونه او نور اړوند لګښتونه شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دغه روغتون کې به د کندهار تر څنګ د سوېل د نورو ولايتونو د معتادينو درملنه هم کېږي.

دى وايي، په روغتون کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه اړينې ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې او ډاکټران به له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې په نشو روږدي له نشو خلاص کړي.

ډاکټر پخلا دغه راز وويل، د دغه پروګرام له لارې په روغتون کې د نارينه ناروغانو د درملنې تر څنګ به ښځينه نرسانې په کورونو کې د هغو مېرمنو درملنه کوي، چې نشه يي توکي کاروي.

په کندهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران وويل، چې په کندهار کې ورځ تر بلې په نشو د روږدو کسانو کچه لوړېږي، چې د هغوى د درملنې دغه راز روغتيايي مرکزونو ته سخته اړتيا ليدل کېږي.

هغه ټينګار وکړ، چې په ټولنه کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي په موخه دا هم اړينه ده، چې په نشو د روږدو کسانو د درملنې روغتيايي مرکزونه زيات شي.

د دولتي ادارو د ارقامو له مخې، دا مهال په کندهار کې په نشو د روږدو وګړو شمېر تر ٨٠ زره تنو پورته دى، په داسې حال کې چې د دغه ولايت ټول نفوس نږدې دوه ميليونه تنه دى.

په دغه ولايت کې تر دې مخکې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې دوه مرکزونه موجود وو، چې په هيڅ توګه يې د دومره شمېر نشه يانو د درملنې وړتيا نه لرله.

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې په کندهار کې له يوې خوا د نشه يانو د درملنې مرکزونه ډېر کم دي، خو له بلې خوا په دغو مرکزونو کې د درملنې او خدماتو معيار ډېر ټيټ دى.

ورته موضوع