کابل ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې ددوى پر دفتر شوي بريد سره سره به په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي.
دغه څرګندونې د مهاجرت نړيوال سازمان ( اى او اېم ) مشر ريچارډ دانزيګر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي سره په کابل کې د ليدنې پر مهال کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې کتنې پر مهال ريچارډ وويل چې د نړيوال مهاجرت سازمان به په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
څو ورځې مخکې په کابل کې دياد سازمان پر دفتر ډله ييز بريد شوى و، چې له امله يې ددې سازمان يو شمېر کارکوونکي ټپي شوي وو.
ريچارډ دانزيګر په وخت سره د افغانستان د امنيتي ځواکونو له غبرګون څخه ستاينه وکړه او وې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه زړه ورتيا سره د مهاجرت نړيوال سازمان باندې شوی بريد دفع کړ او په چټکۍ سره يې بريد کوونکي ووژل.
هغه زياته کړه چې اداره يې له تېرو ٢١ کلونو څخه په افغانستان کې خلکو ته بشردوستانه خدمتونه وړاندې کوي او هېڅ ډول سياسي فعاليت نه لري.
هغه د خپل د ادارې د کار له دوام څخه د افغانستان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړ.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال احمدي په کلکه توګه د دې بريد په غندلو سره وويل چې د افغانستان حکومت د دې دفتر د فعاليتونو له دوام څخه هرکلی کوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې شرايط برابر کړي ترڅو د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر په بشپړ مصئونيت سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.










