کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٢): د عامې روغتيا وزيره وايي، د ولادي فيستولا ناروغۍ د مخنيوي په موخه اړينه ده د ښځو د امېندوارۍ د روغتيا او حقونو په اړه د خلکو پوهاوى زيات شي.
د عامې روغتيا له وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې وزارت، د افغانستان د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ګډه د ولادي فيستولا د پاى ته رسولو نړيواله ورځ، نن په ملالۍ روغتون کې په دې موخه ونمانځله، څو د دې ناروغۍ د زيانونو، مخنيوي او درملنې په اړه عامه پوهاوى لوړ شي.
فيستولا يو ډول معيوبيت دى چې د زېږون د مهال د اوږدېدو له امله يو غير طبيعي کانال د ولادي کانال او د ادرارو کانال او امعا ترمنځ رامنځته کېږي، چې د ولادي کانال له لارې د دوامداره او بې اختياره ادرارو او يا غايطه موادو لامل ګرځي.
په دې غونډه کې د عامې ورغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل ويلي، چې فيستولا نه يواځې يوه روغتيايي ستونزه ده، بلکې دغه ناروغي ټولنيز، اقتصادي او کلتوري اړخونه هم لري. د دغې ناروغۍ قربانيان ډېرى بې وزله او نالوستې ښځې دي، نو اړينه ده د ښځو د امېندوارۍ د روغتيا او حقونو په هکله د خلکو پوهاوى زيات شي.
هغې زياته کړې، ټولې امېندواره ښځې بايد د امېندوارۍ او د ماشوم د زېږون په دوران کې ماهرو قابلو ته لاسرسى ولري.
د نوموړې په وينا: “د فيستولا مخنيوى د امېندوارۍ او د ماشوم د زېږون په دوران کې د ماهرې قابلې په مرسته، کورنۍ سمبالتيا ته د لاسرسي، د زېږونونو تر منځ د واټن راوستلو او د ښځو له تعليم څخه د ملاتړ او له وخت څخه مخکې د واده د عمر په ځنډولو سره کېداى شي.”
د عامې روغتيا وزيرې د معلوماتو له مخې، دا مهال په پلازمېنه کابل کې د فيستولا د درملنې دوه مرکزونه شتون لري، چې يو يې د “کيور” په روغتون او بل د “ملالۍ” په روغتون کې فعاليت کوي، چې د ولادي فيستولا ناروغانوته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازي ډاکټر لارنت زيسلر ويلي، چې د ولادي فيستولا د بنسټيزو لاملونو د له منځه وړلو لپاره يوې ټوليزې او بشري لارې ته اړتيا ليدل کېږي.
د ده په وينا، ولادي فيستولا يواځې هغه مهال له منځه تلاى شي چې ښځې وکولى شي د خپلې امېندوارۍ په اړه په پوره معلوماتو سره پرېکړه وکړي.
نوموړى وايي، د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له همکارو ادارو سره يوځاى يې له ۲۰۰۳ کال څخه تراوسه د زرګونو په ولادي فيستولا اخته ميندو سره مرسته کړې ده.
هغه زياته کړې، دغه مرستې د فيستولا د پاى ته رسولو د کمپاين په لړ کې ترسره شوي، چې د فيستولا مخنيوى، درملنه او تر درملنې وروسته ټولنې او عادي ژوند ته هغوى بېرته ستنول د دې کمپاين اساسې درې برخې جوړوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د ملالۍ روغتون مشرې ډاکټرې نسرين اورياخېل ويلي، چې د دې روغتون د فيستولا د درملنې په مرکز کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د فيستولا ۵۸۵ ناروغانو درملنه شوې ده.
هغې زياته کړې، همداراز د دې روغتون روغتيايي کارکوونکي د فيستولا ناروغۍ د درملنې په برخه کې په منظمه توګه روزل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۰زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ د هېواد په شپږو ولايتونو کې يوه سروې په لاره واچول شوه، چې په هغې کې د ۳۰۴۳ ښځو روغتيايي حالت د دې ناروغۍ له امله وڅېړل شو او په پايله کې يې جوته شوه، چې په هرو زرو زېږونونو کې د فيستولا څلور پېښې رامنځ ته شوې دي.
هېره دې نه وي چې لس ورځې وړاندې، د فيستولا ناروغي د له منځه وړلو نړيواله ورځ په کابل کې د کيور په نړيوال روغتون کې هم نمانځل شوې وه.









