منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“د افغانستان اوبه دې له ګاونډيانو راوګرځول شي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

اسعداباد-خوست-مزار –لښکرګاه- ښرنه (پژوک ١٣ غبرګولى ٩٢): سلګونو تنو په بېلابېلو ولايتونو کې له ګاونډيو هېوادونو د اوبو راګرځولو او پر سيندونو د برېښنا د بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د کونړ، خوست، بلخ او هلمند خلکو او د مدني ټولنو استازو د غونډو له لارې کړې دي.

په کونړ کې د اصنافو شورا مشر حاجي سيد اعظم وايي، که دولت د کونړ سيند اوبه له پاکستانه را ونه ګرځوي، نو دوى به يې د خلکو په مرسته راوګرځوي.

د ده په وينا، تر دې مخکې دولت د کونړ له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د کونړ پر سيند به برېښنا بند جوړوي او دغه اوبه به راګرځوي.

د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن هم له دولت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د کونړ پر سيند د بند جوړولو پخوانۍ ژمنه دې پلې کړي.

هغه زياتوي: “د افغانستان په پرېمانه اوبو کې اوس هم زموږ کرنه کمزورې او د برېښنا پر ځاى د څراغ رڼا ته ناست يو.”

په دې اړه د جوړې شوې غونډې ګډونوال د احتجاج په توګه پنځه دقيقې چوپ کېناستل او پر کونړ سيند د بند جوړولو لپاره يې له خلکو د چندې راټولول پيل کړل.

دغه راز په خوست کې هم د يوې غونډې په ترڅ کې خلکو پر کونړ سيند د بند جوړولو لپاره د پيسو راټولول پيل کړل.     

په خوست کې د مدني ټولنې فعال الياس وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل، خوست مېشتي غواړي پر کونړ سيند د بند جوړېدو لپاره بسپنه راټوله او چارې يې پيل کړي.

ده زياته کړه: “که څه هم دغه پيسې به لږ وي، خو موږ دغه کار افغان دولت او نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو ته د پيغور په ډول ترسره کوو.”

د سياسي چارو کارپوه اميرشاه کارګر بيا وايي، چې اوبه ژوند دی او د هېواد د اوبو مهارول افغانان له لوږې او بې وزلۍ ژغوري.

ده زياته کړه، که نړيواله ټولنه غواړي چې افغانانو ته کار پيدا کړي، له بې وزلۍ يې وساتي او له تلپاتې برېښنا يې برخمن کړي، نو پر کونړ سيند دې د برېښنا بند جوړ کړي.

همدارنګه په مزارشريف کې هم خلکو او د مدني ټولنو استازو له دولت او په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا له وزارته وغوښتل، چې د افغانستان د سترو سيندونو (کونړ، هلمند، پنجشېر او امو) اوبه له ګاونډيانو راوګرځوي.

د بلخ ادبي خوځښت غړى جاوېد واک وايي، هر کال د افغانستان ٥٠ ميليارده متره مکعبه اوبه ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران ته روانې دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د مدني ټولنو استازو او ملي سوداګرو له ګاونډيو هېوادونو د اوبو د راګرځولو او د افغانستان پر سيندونو د بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.

د هلمند د ملي سوداګرو د ټولنې مشر علي احمد ناصري وويل، په تېرو څو كلونو كې دولت او نړيواله ټولنه په دې ونه توانېده چې د هلمند او د كونړ پر سيندونو د برېښنا بندونه جوړ كړي.

د ده په خبره، په يادو ولايتونو كې زرګونه جريبه ځمكې د اوبو د نشتوالي له امله شاړې پرتې دي، خو د يادو سيندونو اوبه پاكستان او ايران ته بهېږي.

نوموړي له دولت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وكړه، چې د كونړ او هلمند پر سيندونو دې د برېښنا پروژې پلې كړي او تشو ژمنو ته دې د پاى ټكى كېږدي.

د دې تر څنګ د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم ازادو خبريالانو او د مدني ټولنو استازيو د کونړ پر سيند د بند جوړلو غوښتنه وکړه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتيکا د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر محمد ياسين ياسين له دولت او نړيوالو مرستندويانو وغوښتل،چې د افغانستان د سيندونو اوبه دې له ګاونډيو هيوادو راوګرځوي او د کونړ پر سيند دې يو ستر بند جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه،دوى تيار دي،چې د دې بندونو د تړلو لپاره له ولسه پيسې راټولې کړي او له نورو هيوادوالو سره په ګډه خپلې اوبه له پاکستان او ايرانه راوګرځوي.

د کونړ، خوست، بلخ ، هلمند او پکتيکا خلکو د افغانستان اوبه ملي شتمني وبلله او زياته يې کړه، چې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.