منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۱ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ښرنې پنځو ښوونځيو کې د لابراتوار څانګې فعالې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

ښرنه (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢) په پکتيکا ولايت کې د پنځو لېسو د لابراتوار څانګې د فعالېدو تر څنګ د دې برخې لابراتواري وسايل او سامان الات هم ورکړل شول.

د دغه ولايت د پوهنې رييس ځاځي کوچي د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد لابراتواري وسايل به د زده کوونکو لپاره په عملي زده کړو کې ډېره ګټه وکړي.

نوموړى وايي، دغه لابراتواري وسايل، چې په کې مايکروسکوپونه، د فزيک، کيميا او بيولوژي په برخه کې تجربوي وسايل شامل دي، نن د مرکز پنځو ښوونځيو ته ورکړل شول.

د ده په وينا، د روان ښوونيز کال په پيل کې يې د پوهنې له وزارته د دغو لابراتوري وسايلو د مرستې غوښتنه کړې وه.

د محمدخېلو د ښوونځي مدير حقي خان وايي، چې لابراتوار د تيوري زده کړو ترڅنګ د عملي او تجربوي زده کړو لپاره ډېر ګټور دى.

ده پژواک اژانس ته وويل، لابراتواري تجربې د هر ښوونځي او هر زده کوونکي اړتيا ده، چې بايد پوره شي.

نوموړي زياته کړه، زده کوونکي به له دې وروسته د ساينسي مضامينو ټولې تجربې په عملي بڼه په لابراتوار کې ترسره کوي.

د علي بابا لېسې يو زده کوونکى نصيراحمد وايي، چې د ساينس تعريف په تجربه شوى نو بايد له ساينسي مضامينو سره عملي تجربوي برخه هم فعاله وي.

دى وايي، په نظري ډول له کتابه د تجربو زده کول دومره ګتور نه دي لکه په عملي بڼه چې د سړې د سترګو پر وړاندې يوه ننداره ترسره کېږي.

پکتيکا ولايت ١٣٠ ښوونځي لري، چې په کې ١٤٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.