ترينکوټ (پژواک ۱۵ غبرګولى ۹۲): د اروزګان د هوايي ډګر ترمينل تر رغونې وروسته نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د تخنيکي او مسلکي لېسې ودانۍ هم پرانيستل شوه.
د پرانيستې په مراسمو کې د ترانسپورټ وزارت مرستيال او د هالنډ د سفير سربېره سيمه ييزو چارواکو او خلکو هم ګډون کړى وو.
د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده د هالنډ هېواد له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې يې ډېرې نورې پروژې هم پلې کړې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د هوايي ډګر د ترمينل په رغولو سره به د سلګونه مسافرو ستونزې هوارې شي.
د ده په خبره، د اروزګان د هوايي ډګر ټرمينل په نړيوال معيار برابر جوړ شوى او د شاوخوا ٩٠٠ مسافرو لپاره په کې ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
په دغه ترمينل باندې ١٠،٨ ميليونه يورو لګښت راغلى او د يو کال په موده کې يې د رغونې چارې بشپړې شوې دي.
د ترانسپورټ وزارت معين حميد ظاهر هم د هالنډ له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د ترمينل ساتنه او پالنه هم د يو کال لپاره هالنډيانو پر غاړه اخيستې ده.
د هالنډ سفير هند فريس (han perecd ) وايي، چې له افغانستان او په ځانګړې توګه د اروزګان له خلکو سره به نورې مرستې هم وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې اروزګان لرې پرته سيمه ده او خلک يې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
دغه راز په دغه ولايت کې د هالنډ په مالي مرسته د تخنيکي او مسلکي لېسې ودانۍ هم پرانيستل شوه.
د دې لېسې دوه پوړيزه ودانۍ د يو کال په موده کې بشپړه شوې، چې مالي لګښت يې ٢،٣ ميليونه يورو کېږي.
د پوهنې وزارت مرستيال اصف ننګ وايي، چې په دې تخنيکي او مسلکي لېسه کې به ١٢٠٠ زده کوونکو ته د زده کړو شرايط برابر شي.
نوموړى وايي، چې دغه ښوونځى به د بېلابېلو تخنيکونو، برېښنا، ماشينري، کمپيوټر او ژبو د زده کړې لپاره څانګې ولري.
د ترينکوټ اوسېدونکي د هوايي ډګر د ترمينل د رغونې او تخنيکي مسلکي لېسې ودانۍ د پرانيستې هرکلى وکړ.
قومي مشر حاجي احمدشاه وايي، چې د ترمينل په رغولو سره به د مسافرو ستونزې حل شي.
نوموړي پژواک ته وويل، اروزګان وروسته پاتې سيمه ده، چې خلک يې ټولنيزو او پراختيايي چارو ته ډېره اړتيا لري.










