ژبه

امریکا : عادلانه او رڼې ټاکنې دافغانستان د راتلونکي لپاره اړینې دي

بروکسل ( پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۲ ) : د امریکا د دفاع وزیر وایي، چې دوی په  افغانستان کې امنیتي چارې لیږدوي، نه دا چې دوی افغانستان پریږدي.

د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل دغه څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته دغبرګولي په ۱۵مه، په بروکسل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د ناټو او ایساف د دفاع وزیرانو په  دې غونډه کې دافغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغان ځواکونه اوس کولی شي د خپل ټول هیواد امنیت او د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.

نوموړي وویل، چې تیر کال په شیکاګو کې په دې اړه پرېکړه شوې وه او اوس  دوی خپل دغه مهم هدف ته د رسیدو په موخه نږدې شوي دي.

هیګل وایي : (( امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د لیږد بهیر ترسره کوي، خو افغانستان نه پریږدي.))

د هغه په وینا، امریکا او متحدین یې د افغانستان دښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کړي او اوس هم ژمن دي ، چې له دغه هیواد سره خپلو اوږود مهالو مرستو ته ادامه ورکوي.

د امریکا ددفاع وزیر وویل ، چې همدې لپاره ولسمشر بارک اوباما افغانستان سره د اوږود مهاله همکاریو سند لاسلیک کړی او ددې تړون له مخې به د افغان ملي ځواکونو روزنې، تجهیز او مالي همکاریو ته ادامه ورکوي.

هغه وایي ، چې نړیواله ټولنه د شیکاګو په غونډه کې دافغان ملي ځواکونو د تمویل او د توکیو په غونډه کې له افغانستان سره د اوږود مهاله اقتصادي همکاریو ژمنې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر وویل ، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې د ناټو د نوي روزنیز ماموریت په اړه د جوړو شوو طرحو منظوري ورکړه او چارواکي به په راتلونکو میاشتو کې ددغه ماموریت لپاره نور عملیاتي کارونه او اړتیاوې پلان کړي.

چک هیګل وویل،چې امریکا به په نوي ماموریت کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستونکی هیواد وي او د افغانستان په ختیځ او سوېل کې زیات فعالیتونه کوي.

هغه له جرمني او ایټالیا څخه مننه وکړه، چې لادمخه یې په شمال او لوېدیځ کې د فعالیتونو جاري ساتلو ژمنې کړې دي.

دامریکا دفاع وزیر تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو شمیره یو ځل بیا په ډاګه نه کړه او ویې ویل ، چې لا وخت ډیر دی ، دوی په دې اړه خپلو مشورو ته ادامه ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې امریکا او متحدین یې تل ټینګار کړی، چې یوه نوي حکومت ته د  ازادو، عادلانه او رڼو ټاکنو د واک لیږدول د افغانستان راتلونکي لپاره ډیر مهم او اړین دي.

هغه زیاته کړه: (( زما په اند هیڅوک دافغانستان له ټاکنو سترګې نه شي اړولی ،  ځکه چې دا دافغانستان د راتلونکي لپاره مهمه برخه ده.))

چک هیګل وویل، دافغانستان خلک دا حق لري، چې د ازادو ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي او ددې لپاره رڼې او عادلانه ټاکنې اړینې دي .

د نوموړي په وینا، که افغان حکومت وغواړي دوی به د ټاکنو په پروسه کې مرسته وکړي.