کندهار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٢): د کندهار د روغتيايي زده کړو له انسټيټيوټه ٦٢ نارينه او ښځينه نرسانې او قابلې فارغې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته بري ليکونه ورکړل شول.
د کندهار د روغتيايي زده کړو د انسټيټوټ مشرې ډاکټر نسرين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٦٢ فارغ شوو له ډلې ٣٨ نارينه او ٢٤ يې نجونې دي.
هغې زياته کړه، فارغو شوو ٣٨ تنو زده کوونکو د نرسنګ په څانګه کې درې کلونه او ٢٤ نجونو د قابلګۍ په څانګه کې د دوو کلونو په موده کې دغه زده کړې بشپړې کړې دي.
نوموړې دا د نرسنګ له څانګې څخه د شپږم پړاو او د قابلګۍ له څانګې د اتم پړاو فراغت وګاڼه، چې تر دې وړاندې په دواړو برخو کې په سلګونو نور ښځينه او نارينه زده کوونکي هم فارغ شوي دي.
هغې هيله وښوده، چې د نرسانو او قابلو له فراغت سره به د کندهار ښار او ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د روغتيايي کار کوونکو د کموالي ستونزه حل شي.
ډاکټر نسرين وايي، تر دې مهاله له دغه انسټيټوټ څخه ١٨٠ تنو د منځني نرسنګ په څانګه کې، ١٤٤ تنو د عالي نرسنګ په څانګه کې او ١٦٤ نجونو د قابلګۍ په څانګو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چې د صحي علومو دغه انسټيټيوټ د هېواد په کچه لومړنى مرکز دى، چې په څلورو طبي رشتو کې يې په لسګونو کسانو ته مسلکي زده کړې ورکړې دي.
هغه وويل، ډېر ژر به په دغه مرکز کې د نرسنګ، قابلګۍ او لابراتور تر څنګ د فارميسۍ څانګه هم ور زياته شي او په دې توګه به په بېلابېلو برخو کې د زده کوونکو د روزنې له لارې په کندهار کې د روغتيايي کار کوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال له دغه مرکز څخه د زده کوونکو پر فراغت خوښي وښوده او ويې ويل، چې په روغتيايي برخه کې هر ګام د زرګونو انسانانو د ژوند ژغورلو په معنا دى.
هغه وويل، اوسمهال د کندهار ولايت په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه د روغتيايي کارکوونکو د نشتوالي له امله تړلي دي، خو د روغتيايي پرسونل په ډېرېدو به کرار کرار دغه ستونزه هواره شي.
د کندهار د صحي علومو له انسټيټيوټ څخه فارغو شوو نرسانو او قابلو خوښي ښودله، چې خپلې زده کړې يې پاى ته رسولې او دا وړتيا يې موندلې چې د خلکو د درملنې په موخه په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې دندې ترسره کړي.
د سليمې په نوم يوې نجلۍ پژواک اژانس ته وويل، چې پوره دوه کلونه يې د قابلګۍ په برخه کې په عملي او نظري توګه زده کړې ترلاسه کړې او اوس کولاى شي، پرته له کومې ستونزې د ناروغانو درملنه وکړي.
د ټول کندهار په کچه دا مهال يوازې ١٢ ښځينه ډاکټرانې شته، چې په هيڅ توګه د دغه ولايت د دوه ميليونه نفوس لپاره بسنه نه کوي.
د دې تر څنګ په ګڼو روغتيايي مرکزونو کې د نرسانو او قابلو نشتوالى هم يوه جدي ستونزه ده.
خو چارواکي وايي، چې د دې کمې د پوره کولو په موخه د سوېلي زون د ولايتونو نجونې او هلکان د نرسنګ، قابلګۍ، لابراتوار، فارميسي او نورو برخو کې روزنه ترلاسه کوي.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټوټ لپاره ډېره پرمختللې ودانۍ يو کال د ٢،٧ ميليونو ډالرو په لګښت د امريکا متحده ايالاتو د پوځي څانګې (Civilians Emergency Response Program) په مالي لګښت جوړه شوه.