منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيا پاخه شوي سړکونه مخ په ويجاړېدو دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

ګردېز (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٢): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې جوړ شوي ځيني سړکونه بېرته وران شوي، خو حکومت يې بيارغونې ته پاملرنه نه کوي.

دوی وايي، چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې ډېرجوړ شوي سړکونه بېرته ترميم ته اړتيا لري، خو د بېرته نه ترميم له امله په ځينو سيمو کې بېرته خراب شوي دي.

دا مهال پکتيا ۳۷۰ کيلومتر پاخه سړکونه لري، چې د کابل-ګردېز، ګردېز-پټان، ګردېز-خوست او ځيني يې په نورو سيمو کې جوړ شوي دي.

 د ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي هجرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په پکتيا کې د پام وړ سړکونه جوړ شوي خو کيفيت يې ډېر ټيټ دی.

هغه زياتوي، چې ډېری سړکونه بېرته ويجاړ شوي او دا چې له نورې ويجاړۍ يې مخه ونيول شي دولت دې د ترميم  چارې پيل کړي.

يو شمېر اوسېدونکي تر ډېره بريده له مرکز ګرديز څخه تر پټان سرحدي ولسوالۍ پورې لويې لارې ته ګوته نيسي او وايي، چې د نورو لارو په پرتله دغه لاره ډېره خرابه شوې او لا هم د خرابېدو په حال کې ده.

شاه محمد څمکنی، چې له څمکنيو څخه ګرديز ښار ته ټکسي چلوي وايي: ((څو مياشتې وړاندې د کورمې ايجنسۍ لاره له افغانستان سره پرانيستل شوې، زيات شمېر بار وړونکي موټر په دې لاره تګ راتګ کوي، چې له امله يې زياته خرابه شوې ده.

نوموړي پژواک ته وويل، چې پر دې لاره هره ورځ پر سوداګريزو توکو بار سلګونه موټر راځي چې دغه سړک يې زيات خراب کړی او که چېرې ورته د حل لاره ونه لټول شي نو نور به هم خراب او يا هم په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکى حبيب الله وايي، چې د ګردېز– خوست لويې لاره چې د رغونې چارې يې روانې دي، په ځينو ساحو کې جوړ شوى سړک بېرته خراب شوى دى.

د هغه په وينا، دولت دې پر جوړوونکو شرکتونو فشار راوړي، څو دغه خراب شوي سړکونه بېرته ترميم کړي.

د سوېل ختيځ زون د فوايد عامې رييس انجنير عبدالله درانی د سړکونو خراب حالت مني خو وايي چې د نوو جوړ شوو سړکونو د ساتلو او ترميم لپاره يې نوي پلانونه په پام کې نيولي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، لومړی ټول لوی او واړه سړکونه، چې د موسمي اورښتونو له امله په بېلابېلو ډولونو سره تخريبېږي د ترميم په چارو کې يې هېڅ ځنډ نه دی راغلی او پر خپل وخت يې اقدام کړی دی.

دراني د پټان-ګرديز د لويې لارې په اړه وايي، چې رښتيا هم د کورمې ايجنسی د لارې په پرانيستلو سره زيات شمېر بار وړونکي موټر راځي، چې دغه لويه لاره يې زياته خرابه کړې ده.

هغه زياتوي، په پلان کې لري، چې د پټان په ولسوالۍ کې د بار وړونکو موټرو د سوداګريزو توکو د وزن معلومولو لپاره يو تله نصب کړي او هغه موټر، چې د سړک له کيفيت څخه زيات وزن ولري له هغو سره به قانوني چلند کېږي او مالونه به يې له موټره ښکته کېږي.

عبدالله درانی د سړکونو د خراب کيفيت پړه پر مرستندويه ادارو ور اچوي او وايي، کوم سړکونه چې څو کاله د مخه جوړ ېدل د ولايتي بيارغونې له خوا پر خپل سر له شرکتونو سره قراردادونه کېدل، شرکتونو به بيا خپلو ګټو ته په کتو د سړکونو کيفيت ته پام نه کاوه.