دويم تعقيب- اسلام اباد ( پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): د پاکستان د بلوچستان ايالت په دوو جلا پېښو کې ٢٩ تنه وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت د ښځينه پوهنتون د محصلينو پر يوه موټر نن چاودنه وشوه، چې لسګونو نجونو محصلينو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
دا چاودنه د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې محصلين له پوهنتون څخه د ليليې پر لور روان وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي، چې په دې پېښه کې١٤ محصلين وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي.
کله چې د دې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د بولان ميډيکل کمپلکس روغتون ته ولېږدول شول، نو پر دغه روغتون هم د وسله والو له لوري ډله ييز بريد وشو او د روغتون په بېړنۍ څانګه کې چاودنې او ډزې پيل شوې.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي، تر بريد وروسته امنيتى سرتېرو سيمه کلابنده کړه او د وسله والو پر ضد يې عمليات پيل کړل.
ده زياته کړې، له درې نيم ساعته نښته وروسته په دې بريد کې ٤ نرسانې، دوه عام وګړي، ٤ تنه د ايف سي کارکوونکي او د کويتې ډپټي کمېشنر عبدالمنصور کاکړ وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه راز ٤ بريدکونکي هم د عملياتو پر مهال وژل شوي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
تر دې مخکې د بلوچستان ايالت په زيارت سيمه کې د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح کور، چې د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې هلته په کې اوسېده، په ماينونواو راکټي بريدونو الوځول شوى دى.
په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او څو تنه نور ټپيان دي.
د بلوڅانو دازادۍ د تحريک ( بلوچ نيشنل ارمي) ډلې ددې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د محصلينو پر موټر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انسانيت او اسلاميت خلاف دا ډول کړنې، چې په افغانستان او پاکستان کې تر سره کيږي، د دغو دواړو هېوادونو خلک تيارو او بدبختيو ته ورټېل وهي.
د ولسمشر په وينا: ((دا چاودنې د هغو کسانو له لوري تر سره کيږي، چې د انسانيت دښمنانو ته خدمت کوي او سيمه د يوه ناورين خواته بيايي.))
ده زياته کړې، د افغانستان خلک د پاکستان له خلکو سره په دې درد کې ځان شريک بولي، ځکه په افغانستان کې هم هره ورځ ښځې، نارينه، نجونې او هلکان د ترهګرۍ قرباني کيږي او د تعليم او تحصيل مخه يې نيول کيږي.
هغه يو ځل بيا د پاکستان پر حکومت غږ کړى، چې د دې مصيبت د ټولو اړخونو په درک کولو سره په پوره اخلاص او صداقت له افغانستان سره په ګډه له ترهګرۍ سره مقابله وکړي.
حامد کرزی د لوی خدای له درباره د وژل شويو کسانو لپاره د فردوس جنت، کورنيو ته يې د صبر او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه کړې ده.










