ګردېز (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د پکتيا د پوهنې چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې به ٦٩ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي.
د پوهنې رياست مرستيال محمدناصر حکمت د غبرګولي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې وزارت د دغو ودانيو منظوري ورکړې او په نږدې ورځو کې به يې چارې پيل شي.
نوموړى زياتوي، چې د دغو ښوونځيو ۴۱ د نړيوال بانک، ۱۲ د پوهنې وزارت، ۱۲ د يونيسيف ادارې او ۴ يې د هندوستان هېواد په مالي لګښت جوړيږي.
حکمت زياتوي، چې د دغو ودانيو په جوړېدو سره به د ځاى د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي خو لا هم د نورو ودانيو جوړېدو ته اړتيا ده، چې دوی يې د جوړېدو په لټه کې دي.
د ده په خبر، په پکتيا کې ډېرى لومړني او منځني ښوونځي ودانۍ نه لري او هر کال څو نور نوي ښوونځي زياتيږي، له همدې امله د ځاى د کموالي ستونزه ډېره ده.
پکتيا ټول ۳۳۹ ښوونځي لري، چې ۱۶۹ يې ودانۍ نه لري، چارواکي وايي هڅې روانې دي چې پاتې ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
د عبدالحي ګرديزي لېسې يو زده کوونکى عمران وايي، چې دوى اوس مهال په خېمو کې زده کړې کوي که ودانۍ ورته جوړه شي نو ډېرې ستونزې به يې حل شي.
د ده په وينا، ډېر ځله داسې شوي، چې د باد او باران له امله د خېمو د زده کوونکو درس ځنډول شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن