ښرنه (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د ښرني په ولايتي روغتون کې د ستونزو او نظامي ناروغانو د درمنلې او د اورګون په ملکي روغتون کې د ناسمو روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي.
د ښرنې ملکي روغتون د روغتيايي شورا مشر حاجي عيسی خان پژواک اژانس ته وويل، ډېری وخت چې د نظامي کسانو (پوليس، ملي اردو او نور دولتي سرتېري) ټپيان، مړي او ناروغان د درمنلې لپاره ملکي روغتون ته ور وړل کېږي، عامو خلکو ته ستونزې پيدا کوي.
د ده په خبره، پوليس او نور نظامي کسان روغتون ته بل چا ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او هغه ناروغان چې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري هغوی هم روغتون ته نه پرېږدي.
دی وايي: ((نه پوهېږم، چې روغتون د نظاميانو لپاره جوړ شوى اوکه د ملکي ناروغانو لپاره.))
د ياد روغتون يو کارکوونکى، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، د نظامي مراجعينو راتګ ناروغانو او دوى ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
د سرچينې په وينا، دغه روغتون ته د پکتيکا له ګڼو سيمو ناروغان ورځي، خو ځيني وختونه د نظامي ټپيانو د درملنې پر مهال هغوی ته پر وخت نوبت نه رسېږي.
نوموړی وايي، پوليس او نور نظامي کسان د روغتون د مؤظفو پوليسو له اجازې پرته له وسلې سره روغتون ته ننوځي او وروسته د روغتون دننه نور څوک نه پرېږدي.
د سرچينې په خبره، پوځي کسان که څه هم روغتون له وسلې سره د ننوتلو اجازه نه لري، خو دوى له وسلې سره ننوځي او له ډاکټرانو سره هم ناوړه چلند کوي.
د روغتون کار کوونکي له چارواکو غواړي، چې په دغه ولايت کې د نظامي کسانو لپاره بېل روغتون جوړ کړي تر څو ملکي روغتون ته د نظاميانو د ورتګ مخه ونيول شي.
د ضياءالحق په نوم يو تن، چې دغه روغتون ته يې ناروغان راوړي وو وايي، ناروغان يې بستر دي خو پوليس اجازه نه ورکوي، چې د خپلو ناروغانو پوښتنه وکړي.
ضياءالحق هم غوښتنه کوي، چې دولت دې د نظامي کسانو لپاره بېل روغتون جوړکړي اويا دې ملکي روغتون ته د هغوی د ورتګ او ټپيانو د درمنلې مخه ونيسي.
د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل هم يادې ستونزې مني او وايي، چې په دې اړه يې عامې روغتيا او کورنيو چارو وزارت ته ستونزه رسولې ده.
د نوموړي په وينا، په دې اړه ژمنه هم ورسره شوې چې په پکتيکا کې د نظامي ناروغانو لپاره ځانګړى روغتون جوړ شي خو تر اوسه په دې اړه عملي ګام نه دى اخيستل شوى.
له بل لوري د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي د سيمه ييز روغتون د ناسمو خدماتو او د مؤظفو ډاکټرانو له ناوړه چلنده سر ټکوي او د روغتيايي خدمتونو معياري کېدل غواړي.
د ارګون ملکي روغتون ته له سيمې پرته د نهو ولسواليو ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
د دغه روغتون يو پخوانى کارکوونکى عزيز اغا وايي، چې د چارواکو نه پاملرنې او د روغتون کمزورې ادارې په روغتون کې ستونزې زياتې کړې دي.
نوموړي پژواک ته وويل، د روغتون چاپېريال او پاکوالي ته هيڅ پاملرنه نه کېږی او بستري ناروغانو ته هم ټاکل شوې او مناسبه غذا نه ورکول کېږي.
د هغه په خبره، هغه ملکي وګړي چې په جګړه کې ژوبل شوي وي، بېړنۍ درملنې ته اړتيا ولري، درملنه يې د ملکي روغتون پر ځای په خصوصي روغتونوکې کېږي.
حاجي مرجان د خپلې ناروغي د درمنلې لپاره دغه روغتون ته ورغلى و، خو په روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي له امله ناچاره شو، چې د درمنلې لپاره خصوصي روغتون ته ور شي.
هغه وايي، ډېرى ناروغان بېوزله دي، د ناروغۍ د درمنلې وس نه لري، نو بايد دولتي روغتونو ته کافي امکانات برابر شي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د ارګون په روغتون کې يې د شته ستونزو په اړه له چارواکو سره خبرې کړې خو تر دې مهاله عملي اقدام نه دى شوى.
خو د پکتيکا د ولايتي شورا رييس عبدالمبين فقيرزاده وايي، چې تر دې مهاله د ارګون د روغتون په اړه شکايت نه دى ورسېدلى دى.
هغه پژواک ته وويل، د ارګون په روغتون کې د شته ستونزو د هواري لپاره به له عامې روغتيا او ولايتي ادارې سره جدي خبرې وکړي.
د ارګون د روغتون مشر ډاکټر رحيم شاه هم په دې روغتون کې ځينې وړې ستونزې مني، خو زياتوي چې دغه ستونزې دومره ډېرې نه دي لکه خلک چې يې په اړه شکايتونه کوي.










