کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): د کابل ښار د عليمردان کلا سيمې په سلګونو اوسېدونکو د خامه سړک يوه برخه د اعتراض په ډول کاګل کړه.
هغوى چې نن سهار په ياده سيمه کې سره راټول شول، د کابل ښاروالي يې د دارالامان–پل سوخته سړک د پخولو په برخه کې په نه پاملرنې تورنه کړه.
معترضينو ويل، چې ياد سړک څلورنيم کيلومتره اوږدوالى او ٦٠ متره پلنوالى لري، کابل ښاروالي يې د دواړو غاړو کورونه او هټۍ درې کاله وړاندې ړنکې ګړې او ويل يې، چې ډېر ژر به يې پوخ کړي، خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.
يوه لاريون کوونکي عارف پيمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سړک په کاګل کولو سره غواړي، چې د خلکو ستونزې تر ولسمشره ورسوي او هيله ده، چې جدي پاملرنه ورته وکړي.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک د خرابوالي له امله خلک په تګ راتګ کې له ستونزې سره مخ دي، دوړو او خاورو په ګڼو ناروغيو اخته کړي دي.
د دې لارې پر سر يو بل هټۍ وال شريف الله هم وويل، چې دغه سړک پخوا په ډېر کم پلنوالي سره پوخ شوى و، خو د وخت په تېرېدو سره يې قير له منځته تللى او بېرته په خام سړک بدل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ښاروالۍ يې درې کاله وړاندې دوکانونه او کورونه ور ړنګ کړل ويل يې چې دغه سړک به په ٦٠ متره پلنوالي سره قير کړي.
خو دغه هټۍ وال وويل: “له ګرد او دوړو ښه ورځ نه لرو، ښاروال مو تېر باسي.”
خو د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر ارزو وويل، چې خپله د سيمې خلک د خپلو کورونو په ويجاړولو کې بې تفاوتي کړې.
هغه پژواک ته وويل، چې د ترکيې هېواد د دغه سړک د پخولو لګښت پر غاړه اخيستى و، خو د پيسو موده يې تېر ده.
له دې سره سره کابل ښاروال بيا هم هڅه کوي، چې د ترکيې قانع کړي، څو يادې پيسې د دغه سړک د کار پيلولو لپاره بېرته ورکړي.
ارزو ژمنه وکړه، چې که چېرته ترکيه منفي ځواب ورکړي، نو د دغه سړک د پخولو چارې به د کابل ښاروالۍ له بوديجې نه پيل شي.
کابل ښاروال زياته کړه، چې په ټوله کې په کابل ښار کې ١٥٠٠ متره اصلي او فرعي سړک شتون لري، چې له ٣٠٠ مترو څخه زيات يې پوخ شوى او د ځينو نورو کار يې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به يې خلکو ته د تګ راتګ ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
د ويلوده، چې څو کاله وړاندې د باميانو په مرکز کې هم ځينو خلکو يوه برخه سرک د اعتراض په ډول کا ګل کړى و .










