کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) : د افغانستان د مدني ټولنې د پراختيا د مرکز مشر او د مدني ټولې فعال غړى ډاکتر سعيد نيازى په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو.
د يادې ټولنې يوه غړي انجنير عزيز رفيع د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر نيازى پرون د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د تنګي په سيمه کې له ترافيکي پېښې سره مخ شوى و.
هغه زياته کړه چې ډاکټر نيازي په خپل موټر کې يواځې روان و، چې تر ترافيکي پېښې وروسته يې موتر سيند ته غورځېدلى دى.
سرچينه وايي چې خلکو هغه له سيند څخه ويستى و، خو روغتون ته په لاره يې ساه ورکړه.
د ډاکټر نيازي د جنازې مراسم به نن د کابل د پنجصد فايمليو په هديره کې ترسره شي .
دافغانستان د مدني ټولنو يو فعال غړى او د فساد پر ضد د افغاني شبکې مشر ډاکټر شفيق همدم د ډاکټر نيازي پر مړينې د ژورې خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ وايي چې ددې ټولنې لپاره ډېر خدمتونه کړي وو.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر نيازي په هېواد کې دننه او له هېواده بهير د افغانانو ستونزې پورته کړې وې او له نړيوالو او دولت سره يې شريکې کړې دي.
دافغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فيقا)رييس احمد نادر نادري هم ډاکټر نيازي مړينه د مدني ټولنې لپاره لويه ضايعه بولي او زياتوي چې هغه د مدني ټولنو د همغږي کولو او پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وې.
نوموړي چې له ډاکټر نيازي سره نږدې پاتې شوى، وايي چې هغه په هېواد کې دديموکراسۍ او ولسواکۍ لپاره ډېر زيات کړى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن