ژبه

شاوليکوټ کې د ملي پيوستون ٥٠ ميليونه افغانۍ غلا شوي

کندهار (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون ٥٠ ميليونه افغانۍ غلا شوي، خو د پيسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره يې له ولايتي ادارې سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.

د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کليو د پراختيا رياست ورته شکايت کړى، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو شوراګانو غړو په ورکړل شوو څه باندې پنځوس ميليونه افغانيو هيڅ کار نه دى شوى او شخصي جېبونو ته تللې دي.

هغه زياته کړه، دغه پيسې د دې ولسوالۍ ٢٦ سيمه ييزو شوراګانو ته ورکړل شوې وې، چې په خپلو سيمو کې ورباندې له اړتيا سره سم عام المنفعه کارونه وکړي.

دى وايي، د همدې موضوع د پلټنې په موخه يې د ولايتي شورا له خوا يو پلاوى سيمې ته لېږلى او د سيمه ييزو شوراګانو له غړو سره يې ليدلي او هغوى ته يې ګواښ کړى، چې که دغه پيسې بېرته موجودې نه شي او د خلکو له اړتيا سره سم و نه لګول شي، نو د شوراګانو غړي به څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د ولايتي شورا د رييس په خبره، د هغوى د ډېر فشار له امله اوس مهال د ١٣ شوراګانو غړي چمتو شوي، چې د ملي پيوستون پيسې بېرته وسپاري، خو پاتې نورو ديارلسو شوراګانو ته يوه مياشت وخت ورکړل شوى دى.

نوموړى زياتوي، په نږدې ورځو کې له بېلابېلو ارګانونو جوړ يو بل پلاوى سيمې ته د پروژو د څار او کنټرول په موخه لېږي، که کارونه په سمه توګه نه وي شوي، نو د سيمه ييزو شوراګانو غړي به څارنوالۍ ته معرفي کړي او هم به يې نومونه د رسنيو پر وړاندې په ډاګه کړي.

خاکرېزوال دغه ستونزه يوازې تر شاوليکوټ پورې محدوده و نه ګڼله، بلکې ويې ويل، چې په تېر کې په ښوراوک، معروف، ارغستان او رېګستان ولسواليو کې هم ورته موارد ليدل شوي دي.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د شاوليکوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو شوراګانو د غړو، ولسوال او کليو د پراختيا رياست نظرونه واخلو، خو و نه توانېدو.

د کندهار د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند احمد جاوېد فيصل هم دا ستونزه مني او وايي، چې د شاوليکوټ ولسوالۍ سيمه ييزو شوراګانو ته د ملي پيوستونو ورکړل شوې پيسې په سمه توګه نه دې لګول شوې او زياته اندازه پيسې ورکې شوې دي.

دى وايي، د دې موضوع د دقيقې څېړنې په موخه يو پلاوى ټاکل شوى، چې پايله به يې په نږدې ورځو کې له رسنيو سره شريکه شي.

تېر کال په ښوراوک ولسوالۍ کې هم د ملي پيوستون شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ غلا شوې وې.

هغه مهال چارواکو ويل، چې د سيمه ييزو شوراګانو يو شمېر غړي، چې دغه پيسې يې اخيستې وې، ګاونډي هېواد پاکستان ته تللي وو.

دا ځل د شاوليکوټ ولسوالۍ د ملي پيوستون د پيسو د غلا کېدو خبره داسې مهال کېږي، چې دوې مياشتې وړاندې د کليو د پراختيا رياست د کندهار په هغو څلورو ولسواليو کې يو ځل بيا د ملي پيوستون پروګرام پيل کړ، چې امنيت يې ډاډمن دى او اوسېدونکي يې د بيارغونې په کارونو کې سمه ونډه اخلي.

دغه څلور ولسوالۍ ارغنداب، ډنډ، تخته پُل او دامان په ګوته شوې دي.

ورته موضوع