منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سږکال له درې زره زياتې پروژې ګټې اخيستو ته سپارل شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٥ چنګاښ٩٢): د کليو او پراختيا وزارت په روان کال کې له درېيو زرو څخه ډېرې ټولګټې پروژې ګټې اخستنې ته سپارلي او نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤کال څخه وروسته هم له  ياد وزارت سره خپلې مرستې جاري وساتي .

 د کليو او پراختيا وزير ويس احمد برمک نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې په دغو پروژوکې ښوونځي ،کلينيکونه،پلونه،استنادي ديوالونه، د څښلو پاکې اوبه او نورې شامل دي ، چې د وزارت له  بوديجې څخه پرې ١٠٨ ميليونه ډالره لګښت راغلى دى .

هغه زياته کړه ، چې له دغو پروژو څخه به په کليوکې  په لسګونو زره کورنۍ ګټه پورته کړي.

 برمک،د روان کال بوديجه ٣٤٤مليونه ډالره ياده کړه، چي له دې جملې څخه ٤٤سلنه يې مصرف شوې او تر دوو اونيو پورې ځينو شرکتونو ته د پيسو له ورکړې څخه وروسته به د بوديجې مصرف ٥٠ سلنې ته ورسيږي .

 د کليو او پراختيا وزير وويل، چې ٣٦٨ ټولګټې پروژې د کال په لومړۍ ربع کې شاملې دي، چې کار يې په ٢٣٠٠کليو او ٢٥٠ ولسواليو کې جريان لري.

 هغه د٧٠ ميليونه يوې بلې پروژې يادونه هم وکړه او ويې ويل،چې ددې پروژې د طرحې او ډيزاين کار بشپړشوى ،خو په دغه برخه کې يې نور معلومات ورنه کړل.

 برمک له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د بنسټيزو پروژو په برخه کې د ملګروملتونو د مرستو يادونه هم وکړه او ويې ويل ، چې ملګرو ملتونو ورسرخ ژمنه کړې، چې تر ٢٠١٦ کال او له هغه څخه وروسته ياد وزارت حمايه کوي .

د کليو او پراختيا وزير زياته کړه: (( دې وزارت په تېرو لسو کلونو کې د حکومت او ولس تر منځ د ارتباطي پول شکل درلود او اوس مهال کوښښ کوو، چې د ملي پيوستون پروژې په چټکۍ سره پر مخ بوځو،ترڅو د ولس په منځ کې له ٢٠١٤کال او دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هغه منفي اغېز ، چې وجود لري، له منځه لاړ شي

د ملي پيوستون پروژې دکليو او پراختيا وزارت له ډيرو مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کيږي،چې په تيره لسيزه کې د ټول هېواد په سطحه تر کليو اوبانډو پورې غځېدلى او د خلکو په ژوند کې يې  مثبت بدلون  راوستى دى .

د کليو او پراختيا وزارت څرګنده کړه ، چې په تېره لسيزه کې يې يو اعشياره اوه ميليارده ډالره   له دولت او نړيوالې ټولنې  څخه د پروژو د عملي کولو په موخه ترلاسه کړي دي.