منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ديوه پول له جوړېدو سره درې ولسوالۍ له ترينکوټ سره ونښلول شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

ترينکوټ ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢ ) : د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوه پول له جوړېدو سره درې ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شوې.

دغه پول چې د ترينکوټ ښار د سرخوم په سيمه کې جوړ شوى ، د پرانېستلو په مراسمو کې يې والي امير محمد اخوندزاده، نورو چارواکو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

والي پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې پول له جوړېدو سره دهراوود، چارچينو او سراب ولسوالۍ له مرکز ترينکوټ ښار سره ونښلول شوې.

هغه زياته کړه ، چې د يادو ولسواليو اوسېدونکو پخوا په دې برخه کې ستونزې لرلې ، چې ددې پول له جوړېدو سره يې ډېرې ستونزې هوارې شوې.

دغه پول  د سرخوم په سيمه کې پر  سيندجوړ شوى دى.

د دې ولايت د کليو د پراختيا رييس انجنير محمد هاشم پژواک ته وويل، چې دا پول ٤٥ متره اوږدوالى او اوه متر سور لري او د نهو مياشتو په موده کې جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، ددې پول د ساتنې لپاره دواړو لوريو ته يې ٣٥٠ متره استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.

دى وايي ، چې پر دې پول ٥٥٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى ، چې داستراليا هېواد له خوا ورکړل شوى دى.

ددې سيمې يوه اوسېدونکي ملک غلام نبي پژواک اژانس ته وويل ، د ژمي پر مهال  به چې په دې سيندکې اوبه زياتې شوې، نو په ورځو ورځو به ديادو ولسواليو خلک مرکز ته نه شواى  تللى.