کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٢): په کابل ښار کې خلک له تاريخ تېرو توکو په ځانګړې توګه د مشروباتو له پلور څخه سر ټکوي او وايي، چې د عامې روغتيا وزارت د يادو توکو په راټولولو کې هيڅ پاملرنه، نه ده کړې.
دغه ډول توکي د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې لکه د مريم لېسې بازار، ميرويس ميدان، د ځينو ښوونځيو تر شا او په ځينو نورو ځايونو کې پلورل کېږي، خو د يادو توکو پلور په پل خشتي ساحه کې، چې د خلکو له بيروباره ډکه سيمه ده، زيات تر سترګو کېږي.
کله، چې له پل خشتي تېرېږو نو لسګونه لاسي ګاډۍ مو د سړک په دواړو غاړو کې تر سترګو کېږي، چې په هغو کې پيپسي، کوکاکولا، فانتا، ميرنډا، معدني اوبه، انرژي درلودونکي او نور ډول ډول مشروبات او ځينې بې کيفيته او تاريخ تېره خوراکي توکي لکه بيسکټ، کېک، شيدې او پنېر پلورل کېږي.
ځينې خلک له دې پرته، چې د يادو مشروباتو او خوراکي توکو تاريخ ته پام وکړي، نو د کمو پيسو په بدل کې يې ترلاسه کوي.
شپاړلس کلن سهراب، چې په يوه لاسي ګاډۍ کې ځينې مشروبات پلوري، پژواک خبري اژانس ته وويل: ” خلک دا مشروبات د ارزانۍ په وجه ډېر اخلي، ځينې وايي زيان لري، خو زه وايم، چې هيڅ ضرر نه لري، خپله هم هر وخت تږى کېږم او څښم يې، خو زه يې تر اوسه هيڅ نه يم ناروغه کړى.”
د پژواک خبريال د شارک ډوله انرژۍ په ګډون د نورو مشروباتو تاريخ ته په کتو سره ، چې د هر يوه تاريخ له شلو ورځو څخه تر شپږو مياشتو پورې تېر وو، په اړه يې له پېرېدونکي وپوښتل، چې دغه مشروبات له کومه تر لاسه کوي؟ هغه وويل، چې دوى يې له شرکتونو پيري.
نوموړي د کوم شرکت د نوم او ځاى په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، هغوى دغه مشروبات د نورو عمده پلورونکو هټيو په پرتله ورته په ارزانه توګه ورکوي او هغوى هم، چې خپلو بچيانو ته يې څو روپۍ جمع کړې وي، دغه مشروبات پلوري.
يو ٢٢ کلن هلک، چې د يادو تاريخ تېر مشروباتو په پېر بوخت و او نه يې غوښتل، چې نوم يې واخيستل شي وويل، چې دوى هميشه له دغو انرژي درلودونکو مشروباتو څخه ګټه پورته کوي او نه يواځې، چې زيان لرونکي نه دي، بلکې ګټور دي.
خو انجينر فياض فايز، چې ځان يې د ملګرو ملتونو د اسکان دفتر (هبيتات) کارمند راوپېژاند وويل، چې د ښار په ځينو برخو کې د تاريخ تېرو خوراکي توکو او مشروباتو پلور ډېر شوى او ډېر ګواښونکى دى.
نوموړى، چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره پول خشتي ته راغلى و، وويل: ” څو دقيقې مخکې مې د يوه لاسپيکر له اوازه واورېدل (لوى کوک او فانټا په ٢٥ روپۍ، ٢٥ روپۍ) نو غوښتل مې، چې زه يې هم واخلم نو کله، چې ګاډۍ ته ورنېږدې شوم او يوه مې ترې واخيسته، خو ومې ليدل، چې تاريخ يې پاک شوى او له اخيستو څخه مې ډډه وکړه.”
انجينر فايز زياته کړه، چې هر کله يو ناروغ ډاکټر ته ورځي او د هغه د لارښوونې سره درمل خوري ، نو بيا هم ورسره نه ښه کېږي، ځکه چې درمل هم سوداګريز دي او له ښه کيفيت څخه برخمن نه دي.
نوموړي د يادو توکواو مشروباتو راټولول د عامې روغتيا وزارت يوه دنده وبلله او څرګنده يې کړه، چې ياد وزارت تر اوسه د دغو توکو راټولو ته هيڅ پام نه دى کړى او اړينه ده، چې د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
له پول خشتي پرته د ښار په ځينو لويو هټيو کې هم بې کيفيته مشروبات پلورل کېږي، چې د ناروغ روغتيايي حالت لا خرابوي.
د چهلستون يوه اوسېدونکي سيد جلال وويل، چې يوه ورځ يې مور ناروغه شوه او د تداوۍ په موخه يې کارتې پروان ته بېولې وه، نو په ورته وخت کې يې د مور حالت لږ څه خراب شو او ده همدې لابراتوار سره له مخامخ يوې هټۍ دوه مېرنډاوې راوړې ، نو مور يې، چې کله مېرنډا وڅښه؛ روغتيايي حالت يې نور هم خراب شو.
نوموړي، چې د حبيبې لېسې زده کوونکى دى زياته کړه: ” ډاکټر خپلې معاينه خانې ته نه و راغلى؛ ډېر حيران شوم، چې څه وکړم نو په ورته وخت کې مې مور بل ډاکټر ته بوتله او هغه ورته درمل ورکړل او لږ څه فرق يې ورسره وشو.”
ياد زده کوونکي زياته کړه، چې وروسته يې بيا کله کوتى مشاهد کړ،نو ويې ليدل،چې تاريخ يې تېر دى، خو لومړى يې خپلې مور ته د اندېښنې له امله تاريخ ته نه و پام شوى.
هغه له عامه روغتيا وزارت څخه وغوښتل، چې داسې هټۍوال نغدي جريمه کړي او د سرغړونې پر مهال يې هټۍ ور وتړي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چاپېريال مشر ډاکټر امان الله حسيني وويل، چې دوى لاس تر زنې نه دي ناست، بلکې په روان کال کې يې يوولس ټنه تاريخ تېري توکي او مشروبات د کابل له هټيو او واټونو څخه راټول کړي دي.
هغه پژواک ته وويل: ” موږ د کاري مهالويش او خپلې وړتيا له مخې، د کابل ښار بېلابېلې برخې له دغو توکو پاکې کړې او شکمن توکي يې ټول قرنطين کړي او هغه توکي، چې تاريخ تېر وي او يا بې کيفيته، نو راټولوي يې.”
د بې کيفيته توکو دکنټرول په برخه کې د مارکېټونو د تنظيم او د ښاروالۍ د چاپېريال ساتنې، سوداګرۍ وزارت او د عامې روغتيا د څېړنې او روغتيايي قانون هم شامل دي.
خو ډاکټر حسيني زياته کړه، سرغړونکي هغه مهال خپل توکي پلوري، چې کله په سيمه کې د کنټرول ټيمونه نه وي.
هغه زياته کړه: ” د سوداګرۍ د اصولو له مخې، هغه توکي چې له ټاکلي تاريخ څخه يې يوه ورځ هم تېره شي، نو د استفادې وړ نه وي.”
له بلې خوا د دويمې حوزې امر سمونوال شاه رحمن اعتمادي، چې د پول خشتې سيمه هم په دې حوزې پورې اړوند ده،وويل، چې دوى هميشه له عامې روغتيا وزارت سره د يادو توکو او مشروباتو په راټولولو کې مرسته کړې ده.










