کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٢): د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او د کيفيت لوړولو په موخه ، د هيواد ټول روغتونونه او روغتيايي مرکزونه، د فايبرنوري شبکې له لارې له بل او نورو نړيوالو روغتونونو سره نښلول کېږي .
دغه خدمتونه، د همکارۍ د هغه هوکړه ليک پر بنسټ ، چې د زمري په ١٢مه، د مخابراتو، معلوماتي ټيکنالوژۍ او د عامې روغتيا وزارتونو ترمنځ لاسليک شو، په راتلونکو درېيو کلونو کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي .
سرچينې وايي چې پر دې پروژې ٤ ميليونه ډالره لګښت راځي ، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې د وجهي صندوق څخه به ورکړل شي.
د مخابراتو وزارت وايي،چې دمخابراتي لاسته راوړنو او پرمختګونو ترڅنګ،د اړيکو پراخولو او د الکترونيکي حکومتدارۍ او د معلوماتو نړۍ ته د رسېدو لپاره يو بل مهم ګام دى.
د معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو وزير انجنير اميرزي سنګين، ددې هوکړه ليک تر لاسليک کولو څخه دمخه وويل، چې ددې هوکړه ليک پر بنسټ به د هيواد ټول روغتونونه او روغتيايي مرکزونه، د فايبر نوري شبکې له لارې له يو بل او د هيواد څخه د باندې روغتونونو سره ونښلول شي.
هغه زياته کړه: (( زموږ موخه داده چې د معلوماتي ټيکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستنې، د روغتيايي خدمتونو پر پراختيا او کيفيت کې ښه والى راشي او کله چې دغه روغتونونه د فايبر نوري له لارې سر يو ځاى شي، زمينه برابريږي، چې ټول ډاکټران او روغتيايي کارکونکي به نړيوالو روغتيايي څيړنو او معلوماتو ته لاره پيدا کړي.))
انجنير سنګين ددې پروژې دويمه موخه له لرو لارو څخه د خدمتونو وړاندې کول وبلل او زياته يې کړه چې د هيواد لرو پرتو سيمو ته متخصص ډاکټران نه ځي او زياتر متخصصين په لويو ښارونو کې دندې ترسره کوي، خو دغه ستونزه کولى شي چې د تيلي ميديسن يا ( له لرې لارې څخه درملنه) له لارې هواره شي.
د مخابراتو وزير وويل ، چې په لرو پرتو سيمو کې د همدې ټيکنالوجۍ څخه په استفاده، په هغه ځاى کې، چې ډاکټر يا نرس وي، د يو ناروغ په اړه معلومات د يو متخصص ډاکټر سره په کابل يا په نورو ښارونو کې شريک کړي او متخصص د همدې ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره کولى شي، چې د ناروغ د تشخيص او درملنې په اړه اړينې لارښوونې وکړي.
د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل هم دغه سيستم د روغتيايي خدمتونو په برخه کې خورا مهم وباله او زياته يې کړه، چې په لومړي سره کې به د کابل ١٥ روغتونونه ددې خدمتونو تر پوښښ لاندې ونيول شي او وروسته به ولايتونو ته وغځول شي.
د هغې په وينا، په ټوليز ډول به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې ددې پروسې له لارې ٧٨ روغتونونه او روغتيايي مرکزونه تر پوښښ لاندې راشي.
دليل زياته کړه، چې په هوکړه ليک کې، يوه کاري کميټه چې مخابراتو او روغتيا وزارتونو د متخصصينو تر منځ ده تر پوښښ لاندې روغتونونو لپاره په نظر کې نيول شوې.
د عامې روغتيا وزيرې وويل ، چې د روغتونونو په نږدې کېدو او له لرې د طابت په برخه کې د خدماتو په وخت وړاندې کولو کې فايبر نوري مهمه وسيله ده .
د دليل په وينا، اوسمهال د عامې روغتيا درې روغتونونه د تيلي ميديسن له لارې د پاکستان د کراچۍ د اغا خان پوهنتون سره نښلول شوي، چې حتى لابراتواري معايناتو څخه عکس اخستل کيږي او عکس يې د اغا خان پوهنتون ته استول کيږي، او په هغه ځاى کې د لابراتوار متخصص هغه ګوري او له هغه ځايه نظر او مشوره ورکوي ، چې دا هم د ناروغانو لپاره يوه اسانتيا ده.
هغې زياته کړه چې د هيواد د ټولو روغتونونو يو ځاى کيدل دى سيستم سره، نور به دې ته اړتيا نه وي، چې خلک د يوې معاينې لپاره له هيواد څخه د باندې ولاړ شي.
دا په داسي حال کې ده، چې د دولتي او خصوصي روغتونونو له شتون سره، يو زيات شمير خلک له کابل ا و ولايتونو څخه خپل ناروغان پاکستان ته وړي، چې زيات لګښت سره مخامخ کيږي.










