کابل (پژواک، ١٥زمري٩٢): د روغتيايي چارو متخصصين، خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د اختر په ورځو کې ډېر خوراک ونه کړي، ځکه چې دغه کار کولى شي ،چې روغتيايي ستونزې را پيدا کړي.
ډاکټران وايي ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د انسان بدن د روژې په نيولو سره ښې لاسته راوړنې لکه د وزن کموالى، د وينې د کلسټرول او انسولين کموالى لري، چې بايد د روژې څخه وروسته وساتل شي.
د ولسمشر روغتيايي سلاکار او د رواني ناروغيو متخصص ډاکټر فيض الله کاکړ وايي، چې ددې لاسته راوړنو د ساتلو لپاره بايد له روژې څخه وروسته ډير خوراک ونه شي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د وينې کلسټرول کميږي او د مغز او زړه د ښه والي سبب ګرځي
هغه زياته کړه:”زما سپارښتنه داده چې له روژې وروسته تر يوې اوونۍ پورې خواړه کم وخوړل شي په ځانګړي توګه غوړ او خواږه خوراکونه ډېر کم وکارول شي .”
نوموړي زياته کړه ، چې ډېر خوراک هېڅ وخت انسان ته ګټه نه رسوي، خو سپارښتنه يې وکړه چې له اختر څخه وروسته بايد تر يوې اوونۍ پورې په ورځ کې د درېيو ځلو پرځاى څلور يا پنځه ځله خو ډيره کمه ډوډۍ وخوړل شي .
همدارنګه د معدې د ناروغيو متخصص او د جوزجان په روغتون کې موظف ډاکټر غلام حامد قادري، دکاکړ د خبرو دپخلي تر څنګ وويل ، چې د روژې مبارکې مياشت کې معدې د استراحت په حال کې وي او بايد چې داختر په ورځو کې ډېر خوراک ونه شي.
سرچينې زياته کړه ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې، د وينې کلسټرول او شکر کميږي او که په اختر کې ډېر خوراک وشي امکان لري، چې بيرته زيات شي.
د نوموړي په وينا، په ټوله کې ډېر خوراک ښه کار نه دى او بايد له غوړو او خوږو خوراکونو څخه مخنيوى وشي.
همدارنګه د عامې روغتيا انسټيټيوټ رييس ډاکټر بشير احمد نورمل، د دوو يادو ډاکټرانو دخبرو په پخلي سره وويل د کيک، کلچې او جلبيو څخه چې ډېر غوړ او خواږ ه دي بايد ترې استفاده ونه شي، ځکه چې ددې رنګه خوړو هضم معدې ته ستونزې جوړوي.









