کابل ( پژواک ١٧ زمرى ٩٢ ) : په افغانستان کې دامريکا سفير او د نړيوالو ځواکونو قوماندان د اختر په مناسبت پخپلو پيغامونو کې افغانستان سره د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده.
په کابل کې دامريکا سفارت لخوا د زمري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خپرپاڼه کې دامريکا دسفير جيمز کننګهم له خولې راغلي : ((، دا ماته د وياړ ځای دی چې ټولو افغانانو ته د اخترمبارکي ووايم. ))
هغه زياته کړې، کوچنى اختر د روژې د مبارکې میاشتې د پای نښه ده، دغه مياشت د نفس سکون، تواضع ، بې وزلو او اړو خلکو سره د مرستې مياشت ده.
سفير ويلي : (( ما په رښتيا سره د تيرې يوې مياشتې په لړ کې د روژه ماتې له مېلمستيا او کوربه توب، تودې مېلمه پالنې، سخاوت او د روژې په مبارکه مياشت کې له ګڼې ګوڼې خوند واخيست چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې تر سره شوه.))
د نوموړي په وينا، روژه او اختر په امريکا کې هم ځانګړى ارزښت لري، اسلامي ټولنه د امريکايي ټولنې يوه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، کابو اووه ميليونه مسلمانان د امريکا په متحده ايالاتو کې ژوند کوي.
د امريکا په ټينګار سره ويلي چې د امريکې متحده ایالات د يو هوسا او سوله ييز افغانستان د جوړولو لپاره د افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
بلخوا په افغانستان کې دمېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم د اختر په مناسبت پخپل پيغام کې ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه به تر ٢٠١٤ کال وروسته او د بدلون په لسيزه کې له افغانستان سره د اوږود مهاله مرستو ته ژمنه پاتې شي.