کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٢): د جاپان په ٨،٢ ميليونه امريکايي ډالره مرسته د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي لپاره د پوهنتون په انګړ کې ودانۍ جوړيږي.
د دې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد او په کابل کې د جاپان د سفير هيروشي تاکاهاشي له خوا کېښودل شوه.
د کابل پوهنتون رييس پوهاند حبيب الله حبيب وويل، چې دغه ودانۍ د ١٨ مياشتو په موده کې په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول جوړيږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلين د ساينس پوهنځي په ودانۍ کې په زده کړه بوخت دي، خو د ځاى د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د لوړو زده کړو وزير وايي، چې جاپان په تېرو ١١ کلونو کې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړي او هيله ده، چې دغه مرستې ادامه پيدا کړي.
د عبيدپه وينا، د لوړو زده کړو وزارت هڅې کوي، چې په ټول هېواد کې د پوهنتونونو د ودانيو د کمښت ستونزه لرې شي، تر څو دغه وزارت وکولاى شي د کانکور په ازموينه کې په لوړه کچه زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړي.
عبيدالله عبيد دا هم وويل، چې جاپان نن له کابل پوهنتون سره د لس عرادې بس موټرو مرسته هم وکړه.
هغه زياته کړه، چې جاپان تر دې وړاندې هم يو موټر د کابل له طب پوهنتون سره مرسته کړې وه.
په کابل کې د جاپان سفير وويل: ((زه خپله له کابل پوهنتون څخه فارغ شوى يم او هيله لرم، چې له دغه پوهنتون سره ډېرې مرستې وشي.))
نوموړي زياته کړه، چې دى د کابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي له دري څانګې څخه فارغ شوى دى.
هغه وايي، چې جاپان اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د بېارغونې پروژو په برخه کې مرستې کوي.
د سفير د معلوماتو له مخې، په تېرو ١١ کلونو کې جاپان له افغانستان سره څلور ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده.










