Language

کندهار کې د نس ناستې ناروغي زياته شوې

کندهار (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ماشومانو د نس ناستې ناروغي زياته شوې او هره ورځ نږدې سل ماشومان دغه روغتون ته د درملنې لپاره ور وړل کېږي.

د ميرويس روغتون د ماشومانو د درملنې څانګې مسوول ډاکټر محمد صديق د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، روانه مياشت دغه روغتون ته د ١٠٠٠ په شاوخوا کې ناروغ ماشومان ور وړل شوي، چې ډېر يې د نس ناستي په ناروغۍ اخته وو.

هغه زياته کړه، يوازې تېره ورځ ورته ١١٠ ناروغ ماشومان د درملنې لپاره ور وړل شوي وو، چې ٦٠ سلنه يې د اسهال په ناروغۍ اخته وو.

د نوموړي په وينا، په ماشومانو کې د دې ناروغۍ د ډېرېدا لامل ګرم موسم، ککړ چاپېريال، پاکو اوبو ته نه لاسرسى، غذايي رژيم ته نه پاملرنه او په بازار کې د ماشومانو اړوند د غير صحي توکو پلورل دي.

دى وايي، د ميرويس روغتون د ماشومانو څانګه نه يوازې دا چې د ناروغو ماشومانو درملنه کوي، بلکې دغلته موجود ډاکټران او نرسان ميندو او پلرونو ته د دې ناروغۍ د وقايې په اړه هم معلومات ورکوي، ځکه دغه ناروغي په ماشومانو کې د نورو موسمونو په پرتله په دوبي او مني کې زياته وي.

نوموړي له کورنيو وغوښتل، چې د ماشومانو د پاک ساتلو تر څنګ دې د هغوى خوراک او د څښلو اوبو ته ډېره پاملرنه وکړي، چې په ميکروبونو ککړ نه وي.

د ميرويس روغتون د ماشومانو د درملنې د څانګې يوې روغتياپالې ډاکټر عاليې کوچۍ پژواک اژانس ته وويل، چې دا مهال ورسره ١٥٠ ماشومان بستر دي، چې ډېر يې د نس ناستې په ناروغۍ اخته دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د ګڼو نورو عواملو تر څنګ، چې ليدل شوي، په ډېرو وړو ماشومانو کې د دې ناروغۍ لامل پوډري شيدې دي، چې د چوشک له لارې ورکول کېږي.

دا وايي، ډېرې ميندې ماشوم ته د پوډري شيدو د ورکړې پر مهال د چوشک پاکوالي ته پاملرنه نه کوي، چې له امله يې دغه ناروغي رامنځته کېږي.

کوچۍ د نس ناستې ناروغي د ماشوم لپاره خطرناکه ګڼي او وايي، چې که ماشومان پر وخت روغتيايي مرکز ته و نه رسول شي، نو د اوبو د ضايع کېدو له امله يې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

د نسيمې په نوم يوې مېرمنې، چې خپله يو کلنه ماشومه لور يې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوستې وه، پژواک اژانس ته وويل: ((لور مې ناڅاپي ناروغه شوه، هم اسهال وه او هم يې خوا ګرځېدله، په ډېر لنډ وخت کې يې د بدن اوبه له لاسه ورکړې، اخر مجبوره شوم، لور مې دغه روغتون ته راوسته.))

دا وايي، ډاکټرانو ورته ويلي، چې لور يې د ناپاکو اوبو څښلو له امله ناروغه شوې او بايد د دوو ورځو لپاره همدلته بستر وي، چې روغتيا يې بېرته ښه شي.

د نوموړې په وينا، هغوى غريب خلک دي، په کور کې د پاکو اوبو اسانتيا نه لري، کله له نژدې بمبې او کله هم د ګاونډيانو له کوره اوبه په لوښو کې راوړي او ورڅخه ګټه اخلي.

د عبدالصمد په نوم د کندهار ښار د ښوراندام سيمې يوه اوسېدونکي هم دغه روغتون ته خپل ناروغ ماشوم زوى راوستى و، چې په نس ناستي اخته و.

نوموړي بيا د ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کاوه او ويل يې، چې له سهار راهيسې ډاکټر ته انتظار دى، خو تر اوسه ډاکټر نه دى ښکاره شوى، چې د هغه د زوى درملنه وکړي.

خو د ميرويس روغتون د ماشومانو د درملنې د څانګې مسوول ډاکټر وايي، چې هغوى پر يوه وخت د ۸۰ ناروغو ماشومانو د درملنې او بستر امکانات لري، خو هره ورځ تر ۱۲۰ تنو پورې ناروغ ماشومان وروړل کېږي.

دى وايي، کېداى شي په ځينو مواردو کې د ناروغانو د ډېروالي له امله يو څه ځنډ راغلى وي، خو په ټوليزه توګه د ټولو ماشومانو درملنه پر خپل وخت کېږي، ځکه ډاکټران پوهېږي، چې ماشومان د ناروغۍ پر مهال پر وخت او ژر درملنې ته اړتيا لري.

د کندهار ميرويس روغتون د حوزې په کچه يوازينى روغتون دى، چې نه يوازې د کندهار بلکې د نږدې نورو ولايتونو ناروغان هم دغه روغتون ته د درمنلې په موخه راوړل کېږي.

Related Topics