منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د پوليو ضد واکسين سراسري کمپاين پيل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک ٣ وږى ٩٢): د مني په لومړي دوره کمپاين کې به ٨،٢  ميليونه ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق او ٤،٩ ميليونه ماشومانو ته د کولمو د چنجي ضد تابليت وېشل کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي ياد درې ورځنى کمپاين د څو ماشومانو په خوله کې د واکسين د څاڅکو په څڅولو سره پيل کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخي، په دغه کمپاين کې د ګوزڼ له واکسين سربېره څلور اعشاريه نهه ميليونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له ۲۴ څخه تر ۵۹ مياشتو پورې دي، د البندازول تابليت ورکول کېږي.

سرچينې زياته کړه، چې ياد تابليتونه د چينجيو د له منځه وړو او د ماشومانو د ودې لامل کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د هېواد له واليانو، ولسوالانو، ښاروالانو، امنيه قوماندانانو، د لويو لارو له موظفينو او نورو دولتي چارواکو څخه غواړي، چې د واکسين د پلي کېدو لپاره د عامې روغتيا له کارکوونکو او رضاکارانو سره همکاري وکړي.