Language

د کندهار محبس بنديانو ته ناروغۍ پيدا شوې

کندهار (پژواک ١١ وږى ٩٢): د کندهار د عمومي محبس مسوولين وايي، چې د ځاى د تنګوالي له امله زندانيان له سختو ستونزو سره مخ دي او په دې وروستيو کې يو شمېر بنديانو ته د پوستکي او ځينې نورې ناروغۍ پيدا شوې دي.

د کندهار د عمومي محبس مسوول سمونوال غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار ښار په لوېديځ (سرپوزې سيمه) کې دغه محبس څه باندې دېرش کاله وړاندې د هغه مهال له شرايطو سره سم جوړ شوى، چې اوسمهال د زندانيانو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه، له کوم وخته چې يې د دغه زندان د مسوول په توګه دنده پيل کړې، نو له ولايتي او مرکزي ادارې يې په وار وار غوښتنه کړې، چې دغه زندان دې له دغه ځايه انتقال شي، خو دغه ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده.

د نوموړي په وينا، په تېرو څو کلونو کې يې په ياد محبس کې په وار وار د اړتيا وړ ودانۍ او خونې جوړې کړې، خو بيا هم د ځاى د تنګوالي ستونزه نه ده حل شوې.

دى وايي، اوسمهال د زندان ساحه تنګه شوې او دا وړتيا نه لري چې نورې ودانۍ يا خونې دې په کې جوړې شي.

هغه وويل، د ځاى د تنګوالي له امله يې په وار وار له دغه محبس څخه ګڼ شمېر زندانيان کابل ته لېږلي، خو مياشت نه وي تېره شوې، چې دغه محبس بېرته ډک شي.

د محبس مدير زياته کړه: ((څه موده وړاندې مو د کندهار له محبس څخه ٧٥٠ بنديان د کابل د څرخي پله زندان ته ولېږدول، خو اوس هم د بنديانو شمېر تر ٨٠٠ تنه اوړي.))

سمونوال غلام فاروق وايي، د نورو تر څنګ ګڼ شمېر مشکوک زندانيان هم دغه محبس ته راوستل کېږي او تر هغه مهاله دغلته پاتې کېږي، چې دوسيې يې حل او فصل کېږي.

هغه د ځاى د تنګوالي له امله زندانيانو ته د ور پېښو ستونزو په لړ کې ومنله، چې په دې وروستيو کې شاوخوا ٤٠٠ زندانيان د نس ناستې او پوستکي په ناروغۍ اخته شوي، چې د سره صليب او د عامې روغتيا رياست د مسوولينو له لوري يې درملنه شوې او يو شمېر اوس هم تر درملنې لاندې دي.

سمونوال غلام فاروق وايي، له دغو او نورو ستونزو د خلاصون يوازېنۍ لاره دا ده، چې د کندهار ولايت لپاره يو معياري او پراخ زندان جوړ شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چې د عامې روغتيا رياست يو روغتيايي پلاوى د بنديانو د درملنې لپاره زندان ته لېږلى، چې اوس يې حالت ښه شوى دى.

د نوموړي په وينا، په ټوليزه توګه دغه ناروغي د ځاى د تنګوالي، د جامو او بسترو د حفظ الصحې د نه مراعاتولو له امله پيدا کېږي.

بل خوا د کندهار محبس زندانيان هم وايي، چې د ځاى تنګوالى او په يوه کوټه کې د ډېرو بنديانو اوسېدل او نورې يې جدي ستونزې دي، چې بايد حل شي.

د حاجي فدا محمد په نوم يو کس، چې نهه مياشتې يې په دغه محبس کې له مخالفينو سره د تړاو په تور تېرې کړې او بيا د ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان له لارې د يو شمېر نورو زندانيانو په ډله کې له بنده خوشې شوى، د زندان له ستونزو څخه يادونه کوي.

هغه پژواک ته وويل، د زندان تنګوالي، نظافت ته نه پاملرنې او ځينو نورو ستونزو ګڼ شمېر زندانيان ناروغان کړي دي.

د نوموړي په وينا، ګڼ شمېر زندانيان په يوه کوټه کې په ډېرو ستونزو اوسېدل، ګڼ شمېر به بيا د شپې له پلوه د ځاى د تنګوالي له امله د زندان په دهلېزونو او د تګ راتګ په لارو کې ويده کېدل.

دغه خوشي شوي کس د بشر د حقونو له خپلواک کمېسيون او ولايتي ادارې څخه وغوښتل، چې د زندانيانو د ستونزو د حل لپاره ژر اقدام وکړي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زندانيانو له ستونزو خبر دي او په دې برخه کې د مرکزي ادارې اقدام ته په تمه دي.

هغه زياته کړه، د کندهار د عمومي زندان اوسنى موقيعت او ودانۍ په معيار برابر نه دي او کلونه وړاندې د محدود شمېر نفوس لپاره جوړ شوى و.

دى وايي، د نوې محبس لپاره د ګڼې ګوڼې له سيمې څخه په يوه لرېساحه کې ځمکه بېله شوې او کېداى شي، چې راتلونکى کال يې له پرمختيايي بوديجې څخه د جوړولو کار پيل شي.

د کندهار عمومي زندان د کندهار ښار په لوېديځ کې د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى، چې اوسمهال د کورونو، دوکانونو او د استوګنې سيمو چاپېره کړى دى.

پر دغه محبس په تېرو کلونو کې درې ځله وسله والو مخالفينو بريدونه کړي او هر ځل يې په سلګونو بنديان خوشې کړي دي.

Related Topics