منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د لغمان د والي د استوګنې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

 جلال اباد، ګردېز (پژواک١٢ وږى٩٢): د لغمان د والي لپاره د استوګنې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د ميدان وردګو په بهسودو کې د کانال ديوې پروژې کار پيل شو.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ١٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د مهترلام ښار دسلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د لغمان د والي لپاره د استوګنې ودانۍ نن پرانېستل شوه.

 نوموړى وايي ، چې  ياده ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړه شوې ، چې د نورو خونو ترڅنګ دوه لوى تالارونه هم لري.

 د ځواک په وينا، پر دې ودانۍ نږدې اته ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ، چې دسيمه ييزو ارګانونو د ثبات د ټينګښت د برنامې په مالي لګښت جوړه شوې ده.

  ځواک وايي: (( دغه ودانۍ چې په ١٥ بېسوې ځمکه کې جوړه شوې ، د لغمان لپاره به هر ټاکل کېدونکى والي په کې ژوند کوي.))

د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د نږدې دوه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې .

 د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د ١٧ کيلو مترو په اوږود والۍ دا کانال د بهسودو د لومړۍ حصې په ولسوالۍ کې جوړېږي.

 هغه زياته کړه، چې ددې کانال لګښت د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي .

 د نوموړي په وينا، ددې کانال په جوړېدو سره به پنځه سوه جريبه ځمکه خړوبه شي او نږدې درې سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .

 خوګياڼي داهم وويل، چې د دايميردادو ولسوالۍ له تېزک سيمې څخه تر راقولک پورې او د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د قرقل سيمې څخه تر قوم دهقان سيمې پورې د افغان ټيلي کام د GSM پروژه تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

 د يوه بل خبر له مخې، دپکتيا ولايت د مرکز ګردېز او شاوخوا سيمو پر ۲۰۰ بې وزله کورنيو  د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

دغه مرسته دسعودي هيواد له خوا شوې ،چې دپکتيا ولايت دپېښو پر وړاندې دمبارزې د رياست له خوا نن ووېشل شوه.

د يادې ادارې مشر ډاکټر عليشا موسوي پژواک ته وويل، چې په دغو خوراکي توکو کې وريجې ،لوبيا،بوره ،دال ،کمپلې او ځينې نور موادشامل و.