کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٢): د کابل په نوي ښار کې به د يوه مليارد ډالري تړون له مخې، د اوسېدو شپږ زره کورونه جوړ او له څلوېښت زرو څخه ډېرو کسانو ته به د اوسېدو زمينه برابره شي.
دغه نړيوال قرارداد، نن له نړيوال کنسرسيوم سره، چې د يوه امريکايي شرکت په مشرۍ د کاناډا، متحده عربي اماراتو، اسټراليا، جرمني او افغانستان له کمپنيو جوړ دى، وتړل (عقد) شو.
د کابل په نوي ښار کې د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د پروان ولايت د باريک اب سيمې شاملې دي او د ماسټرپلان کار يې په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د جاپان د يوې موسسې (جايکا) له لوري پيل شوى دى.
په دې ښار کې، چې ٣٧٠ زره جريبه مساحت لري، شا وخوا درې ميليون کسانو ته له ٦سوه زرو څخه ډېر کورونه جوړيږي.
د نوي کابل ښار د پراختيا ادارې اجراييوي مشر انجينر غلام سخي حسن زاده وايي، چې دغه قرارداد د نوي ښار د لومړي فاز او لومړي پارسل د پراختيا او جوړولو په موخه د خصوصي سکټور له پراختياوالو سره لاسليک شوى دى.
نوموړي د قرارداد د تړلو پر مهال وويل، چې د دغه تړون لاسليکول په افغانستان کې د اوږدمهالې پانګونې په برخه کې د نړيوال خصوصي سکټور ليوالتيا ښيي.
حسن زاده وويل، چې د ياد تړون له مخې به په راتلونکو ٨ کلونو کې د اوسېدو شپږ زره کورونه جوړ او د شا وخوا څلوېښت زرو کسانو ته د اوسېدو زمينې د برابرېدو تر څنګ به ٧ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د نوي کابل ښار د پراختيا ادارې اجراييوي مشر زياته کړه، چې د دې پروژې جوړونکى شرکت په پام کې لري، چې شا وخوا څلور زره کورونه د شل کلن قسط ( قرض) له لارې خلکو ته ورکړي، چې ياد پروګرام خلک په ډېرې اسانتيا سره د کور څښتنان کولى شي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغې پروژې ماسټرپلان او جوړونکي پلانونو د عملي کار د پيل کولو اجازه لري، خو د ملکيت په ډاګه کولو او د ځمکې د پاکولو کارونو، ياده پروژه له ځنډ سره مخ کړې ده.
د کورونو د پراختيا او تمويل نړيوال کنسرسيوم مشر رفعت بشير لودين وايي، چې د دغې پروژې د جوړولو په برخه کې نړيوال پياوړى ټيم، چې د بېلابېلو هېوادونو له مسلکي او تخنيکي کسانو څخه جوړ دى، تيار او تنظيم شوى دى.
د هغه په وينا، په راتلوونکي يوه کال کې به د دغې پروژې د لومړي پارسل او لومړي فاز انجينرۍ پلانونه بشپړ شي او له هغه وروسته به يې عملي کارونه هم پيل شي.
لودين زياته کړه: ” په دې هڅه کې يو، چې دغه ښار داسې يو ښار وي، چې نه يوازې په افغانستان او سيمه کې، بلکه په نړيواله کچه کم تر سترګو شي او هر څوک پکې د يوه کور خاوند شي.”
د ولسمشر ارشد وزير او د نوي کابل ښار د پراختيا ادارې دخپلواک بورډ مشر هدايت امين ارسلا، دغه پروژه د افغانستان له لويو او مهمو پروژو څخه وبلله او دغه ښار يې د نړۍ په کچه د نمونې ښار وښود او ويې ويل: ” د کابل نوې پروژه به د ټولو خلکو پر ژوند ډېر اغېز ولري.”
هغه هيله څرګنده کړه، چې د دغې پروژې پايلې به په راتلونکي کې د کار پر ډېرېدو، سوداګرۍ او پانګونې ښه او مستقيم اغېز ولري.










